افغانستان

د نظامي چورلکې د سقوط پېښه کې ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکاد ځانګړو ځواکونو قومندانۍ اعلان کړی، چې د یوې نظامي چورلکې د سقوط پېښه لږ تر لږه ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکا يي پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندانۍ له قوله خبر ورکړی، چې ددوی اړوند یوه بلاک هاک نظامي چورلکې د کالیفورنیا ایالت په «سن کلمنټ» جزیره کې د الوت پرمهال نسکوره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، په دغه پېښه کې ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.

د امریکايي دفاع وزارت (پنټاګون) د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې، چې په اړه یې څیړنې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx