نړۍ

بي بي سي محاکمه کیږي

نن ټکی آسیا: په برتانیه کې د فلسطیني قضیې یو شمیر فعالانو هڅې پیل کړي چې د BBC پر خلاف په محکمه کې دوسیه دایره کړي چې ولې دغه خبري سرویس په خپلو نشراتو کې په دې ټینګار کوي چې بیت المقدس یو اسرائیلی ښار دی.

تیره اونۍ د دوه جلا جلا بشري سازمانو لخوا په برتانیه کې د استیناف محکمې ته په دې اړه اسناد هم وړاندې شول.

د (فلسطین سره د همکارۍ سازمان) او (د اقصي ملګري) په پام کې لري د BBC ځیني داسې اسناد خپاره کړي چې په هغو کې په ډاګه شوي چې BBC په ۲۰۱۳ کال کې پریکړه کړې وه چې خبریالان به یې بیت المقدس د یو اسرائیلي ښار په توګه معرفي کوي.

دغه سازمانونه وايي چې BBC د شرقي او غربي بیت المقدس هغه ویش له پامه غورځوي چې ملګرو ملتونو هم قبول کړی، ملګري ملتونه شرقي بیت المقدس ته د اشغال شوې فلسطین د یوې برخې په سترګه ګوري، خو BBC په خپلو راډیويي او بریښنايي خپرونو کې بیت المقدس په بشپړ ډول د اسرائیلو ملکیت بولي.

د BBC د نشراتي ستراتیژۍ لوړپوړې سلاکاره “لیان بوکلي” دا مني چې په خپلو نشراتو کې بیت المقدس د فلسطین نه بلکې د اسرائیلو حق معرفي کوي، او زیاتوي چې په دې کار خوشحاله هم یو.

د BBC پرخلاف د دوسيې دایروونکي فعالان وايي چې بیت المقدس په بشپړه توګه یو اسرائیلي ښار ګڼل په ټوله نړۍ کې یوازې د اسرائیلو غوښتنه ده، اسرائیل غواړې د تبلیغاتو په مټ دې نظریې ته وده ورکړي، د BBC دغه پالیسي جوتوي چې د اسرائیلو د تبلیغاتو سره په هماهنګۍ نشرات کوي. د دغو فعالانو په وینا د BBC دغسې راپورونه د اسرائیلو په نفع “پروپاګند او تبلیغات” دي، نه ژورنالیزم.

دوی زیاتوي چې BBC پر دې ښه پوهیږي چې ټول بیت المقدس د یو اسرائیلي ښار په توګه معرفي کول د نړیوال قانون سره په ټکر کې دي، خو دا چې BBC د دې هر څه باوجود دغسې خپرونې کوي ښيي چې BBC په ټولو ژورنالیستیکو اصولو پښې ږدي او د اسرائیلو د تبلیغاتي موخو لپاره کار کوي.

د (فلسطین سره د همکارۍ سازمان) او (د اقصي ملګري) وايي چې طمع ده محکمه به په راتلونکي میاشت کې د دوی د دوسیې په څیړلو پیل وکړي.

راپور: سعادت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x