ورزش

د تېر کال دوه اتلو لوبډلو (لیورپول او ارسنال) ترمنځ نن شپه خیریه سیالۍ ترسره کیږي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۹ل): د انګلستان فوټبال غوره ليګ «پریمیئر لیګ» فوټبال سیالیو له پېل وړاندې نن شنبه د اګست په ۲۹مه نېټه د تېر کال پريميئر ليګ اتلولې لوبډلې لیورپول او د FA جام اتلولې لوبډلې ارسنال ترمنځ خیریه سیالۍ ترسره کیږي.

دغه سیالۍ به د انګلستان په پلازمینه لندن کې د شپې په (۸:۰۰) بجې په ویمبلی لوبغالي کې د نندارچیانو په نه شتون کې ترسره شي.

سیالۍ به په دې هم ډيره جالبه وي چې د تېر کال دواړو اتلولو لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، د ۲۰۱۹/۲۰ کال پريميئر لیګ اتلولي لیورپول او د ایف ای جام اتلولي ارسنال لوبډلې خپله کړې ده.

د لیورپول مشر الماني روزونکي یورګن کلوپ ویلي، د ارسنال لوبډلې سره له سیالۍ وروسته زموږ زیات لوبغاړي ملي لوبډلې سره یوځای کیږي تر څو د خپلو ملي لوبډلو په استازیتوب سیالۍ ترسره کړي او ددې لپاره غوره تمریناتو ته اړتیا ده.

دا سیالۍ یوزاې پنځه اونۍ د تېر کال پړاو وروسته پېل کیږي، په داسې حال کې چې کرونا وبا د تېر کال سیالۍ نږدې څلور میاشتې ځنډولې وې.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۰/۲۱ کال سیزن فوټبال سیالۍ به د سپتمبر په میاشت کې پېل شي. په دې لړ کې د پریمیر لیګ سیالۍ د سپتمبر په ۱۲مه نېټه رسما پېلیږي.

د هسپانوي لیګ (لا لیګا) سیالۍ به د سپتمبر په ۱۲مه او د ایټالوي لیګ (سیریا ای) سیالۍ به د سپتمبر په ۱۹مه پېل شي، خو په دې لړ کې د فرانسوي لیګ (ليګ ای) سیالۍ تېره اونۍ پېل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx