ټولنیزه برخه

د ژوندون انځور د برزویه په فکر کې

عبدالغفار سربڼ

وايي چې د نوشيروان له يوسلوشلو طبيبانو نه ډير مشهور حكيم برزوية نومي چيري دا لوستلي و چې هندوستان كې د كوم غره په لمن كې كومه گياه شته چې د هغه د شربت په څښلو سره تلپاتې ژوند ته رسيدل ممكن شي. اب حیات.

برزوية دا گياه كلونه كلونه لټوله خو لأس يې خالي پاتې شو تر هغو چې دی مجبور شو او د ملنگانو په هيئت كې د ډير سپين ږیري طبيب دروازې ته ودريږی کوم چې د هند د پاچا په دربار کې اول نمبر طبیب و او له هغه نه خپل حاجت وغواړي.

هغه اول ارامه كړ، وروسته يې د كليلي او د مني د كتاب نوم وروپيژانده او هغه يې له اب حيات سره انډول كړ.

بل روايت دادی چې: پخوانيو پيړيو كې اوازې په گرځيدو راگرځيدو وې چې گواكې په هندوستان كې كوم دارو درمل پيدا كيږي چې په چښلو  يې سړی له مرگه بچ شي او تل پاتې شي، ډیرو پاچايانو دا هيله كوله چې دا درمل”اب حيات”  لأس ته راوړي.

په دي باچايانو كې يو هم د ساسانيانو مشهور نو شيروان و چې په خپل دربار كې يې ډير یو مدبر او هركاره  حكيم وزير او طبيب د برزوية په نامه درلود، نو پاچا خوب وليد چې دی ښايي ډیر ژر مړ شي نو سبا سهار يې وزير وروغوښت او د زړه  راز يې ورته  څرگند کړ.

وزير وويل چې هند كې چا وَيْل چې د ابدي ژوند دارو موندلی شي  او دی دا شی په تدبير راوړلی شي، پاچا چې دده خدمات وشميرل نو دا مهمه وظيفه يې ده ته وسپارله خو دا نصيحت يې هم دۀ ته وكړ چې دا راز بايد بيخي پټ او  د دوی دواړو په مینځ کې پاتې شي تر څو چې دده بد خواه په دربار کې خبر نه شي.

ځكه وَيْل كيږي نه چې هندوان دا درمل  په خزانو كې وساتي او څوك چې د هغه په لټه كې وي نو هغه ته  لوی خطر او ضرر ورسول شي او دده بې احتياطي ده ته خطر پيښولی شي.

سفر د وزير د باچا په امر شروع شو خو ختم يې صرف الله ته څرگند و او غیب صرف ده ته معلومیږي.

هندوستان كې كټ مټ لكه دی يو حكيم او طبيب د وزارت پر چوكۍ ناست و چې پر فقيرانو او ملنگانو يې لورينه او مهرباني درلودله.

برزوية  دا ښه وگڼله چې ځان نه ملنگ جوړ كړي نو ښايي د وزير نظر ځانته راواړوي.

هندي وزير به د بخشش او ليدنې پر وخت كله كله له فقيرانو سره دوه درې خبرې هم كولې ځکه د دوی له حال نه دۀ ځينې شيان زده كول غوښتل.

يو وخت نو بیا  اخر ددۀ هم  وار  را ورسيد،
كله چې يې سترگي پر دۀ ولگيدې نو مهرباني يې پر ده لا زياته كړه، بيا يې له دۀ سره خبرې اترې شروع کړې.

ددۀ د څيرې رنګ نه ښکاریده چې دی دلته پردی دی او مسافر ته ورته و، له دۀ نه يې دا وپوښتل چې دلته څه كوې؟

برزوية هك پك پاتې و چې څه ځواب وركړي.

پيرزوينه يې پر ده زياته خو پوښتني يي ويرونكي وې.

يوه ورځ  يې دی وروغوښت او پس له څو شيبو خبرو اترو دۀ ته يې وويل ستا رنگ بل دی او خبرې دې هم د بل ملك دي.

ته نه هغه يې چې ښکاري نه هم د هغه شي په لټه كې يې چې په هغه إقرار لري، زه درباندې پوه يم  ما ته پرې ايښی يې چې كله پخپله وغواړې نو ماته خپله اصلي څيره او موخه  راڅرگنده كړې.

برزويه په خواره خوله هيله وښودله چې کاشکې دۀ ته د همنشينی شاگردۍ افتخار وروبخښل شي، دی څه له هغه نه زده کړي.

وزير ورسره ومنله، برزويه  اوږده  موده کوښښ وكړ خو اخر په ستومانه حال  په دې حال کې چې دۀ ته هڅ په لاس نه و ورغلي.

يوه ورځ  سره له دې چې سخته ناروغي ورته پېښه شوې وه وزير ته پيغام واستاوه  چې زه د مړينې خواته درومم، نو د خدای پامانۍ د ليدنې خواهش لرم.

وزير په بيړه ځان دده خواته ورساوه  او دده د درملني او سلامتۍ وظيفه يې پای ته ورسوله.

ده د ژبې لاندې د اب حيات اب حيات الفاظ تكرارول خو هندي حكيم ځواب نه وركاوه پس له درې ورځو دی روغ رمټ ناست و چې ناببره وزير راورسيد په خبرو كي برزويه ځان تيراوه دده راز اوس نو پټ نه وو  هندي وزير ده ته وويل  دهغه شي په لټه كي چي ته يي  ته اوليني نه يي او اخريني به هم نه يي  ډیرو خپل هويت پټ كري او خپله اصلي څيره أو مقصد  يې هم پټ ساتلی دی ځكه كه پاچا خبر شي دغه لټون او پلټنه دلته جرم دی او سزا يې هم مرګ دی.

خو زما او ستا تر مينځ  دريمګړی حكمت  او علم دی نو په دې نسبت مونږ سره ورونه يو، عالم زه د مرگ منگولو ته نه شم سپارلی اوس نو ته ماته ځان  راوپيژنه او زه به د اب حيات قصه درته وسپړم او دا ستر راز به درته افشا کړم.

هغه درمل چې اوازه او شهرت يې په دنيا كې خپره ده نن پر تا گورم دواړه هندو مخكې دا بل  ساساني تر شا د شاهي خزانې پر خوا روان شول.

د خزانې ور چې کله پرانيستل شو نو چې گوري هلته يو زوړ خیرن كتاب پروت دی، هندو وزير وويل همدا اب حيات دی، په دې كتاب كې د زمامدارۍ او حكومتدارۍ، د سیاست او حکم او عدل ډیر سبقونه، پندونه او عبرتونه ليكل شوي  دي.

د خوړلو، پخولو جګړې، د فوج د ادارې پوهنه، علم، حكمت،  تدبير، اخلاق  د گډ  ژوندون أصول،  قناعت، صبر او ډير نور  دې کتاب کې کښل شوي او موندلی يې شئ، دا د عبرت يوه ټولگه ده.

د كتاب شخصيتونه او کردار اشخاص او انسانان نه بلكه ځناور دي، دوه شغالان چې نومونه یې كليله او دمنه لیکل شوي.(په پښتو كې مونږ هم  داسې معادل انساني شخصييتونه لرو :لكه نيكي او بدي. ټگ او ټگمار.)

برزويه دا كتاب  ټکی ټکی ولیکه او هغه نقل یې له ځان سره ویوړ، وروسته يي په خپله ژبه وژباړه
وروسته بيا په عربي هم وژباړل  شه.

د فارسي ژبې شاعران لكه رودكي سنايي، نظامي، فردوسي، سعدي، مولانا حافظ او نورو په سلهاو قصي له دي مجموعې نه په خپلو اشعارو كې نقل كړي دي، اكثر بې له دې چې د موخذ او اصلي منبع نوم ياد كړي ( دا یو حقیقت دی چې ډیرې قصې او حکایتونه له هندي چیني، مصري او یوناني منابعو نه غلا شوي بیا د هغه چې غلا یې کړې د هغه د تهذیب برخه ګرځیدلې ده).

د ساسانيانو خو لا دا ادعا ده چې دا د دوی د سنتي او قديم تهذيب يوه برخه ده(د دوی يو عادت دادی چې پردی تهذيب خپل ملكيت گڼي.

كله چي منل شوي وي او كه بد او مردود وي هغه پر نورو تپي)

د لوديځؤ ليكوالو او نوموړو مفکرینو  لكه شكسپير، گويته، دانته، نيچه او نورو په اثارو كې ددغې مجموعې ډير مثالونه او قصي نقل شوي دي، دوی هم  مأخذ ته اشاره نه ده ورکړې، ته به وایې چې دا د دوی د فکر محصول دی.

زه نه پوهيژم چي  دي عمل ته ادبي سرقت ويلي شي او كه نه  د دوی سوچ لوړ  وو خو نه دومره چي فكر وكړي  چې يوه ورځ  به دنيا  د اطلاعاتو له پلوه لكه يو كلي سره نيږدي شي  او ژباړه  به د دوي غلا افشا كړی.

په هر حال هر سړی د خپل عمل جواب وركوي، كاشكي يو با همته پشتون اديب پيدا شي او دا كتاب په پشتو ژبه واړوي.

خير زه به زيار وباسم چې د خپلې ماتې گوډې  پښتو ژبې په مرسته له دې كتاب نه هغه ګلالۍ برخه نقل كړم  چې زما خوښه شوې ده.

وايي د بشر يو فطرت هغه وي چې خپل لرلي او شته  شيان يي هير وي خو د پردې شي ته يي سترگي نيولي وي او د هغه د لرلو هيله كوي، لكه  هغه سپي چې د ويالې پر غاړه  هډوكي ومومي او تر هغو چې هډوكي خولې كې ټينگوي خپل عكس له هډوكي سره په اوبو كې ويني، غواړي هغه بل هډوكي له بل سپي نه راخپل كړي او په زور پر هم شکل سپي یرغل کوي خو چي خوله په غپيدا  او غوریدا  خلاصوي او وازوي نو خپل موندلي او لرلی هډ وكي يي هم د اوبو مستو څپو او د سیند  مینځ ته لویږي هم بل سپی ورک شي او هډوکي، خو سړی ځان نه شي غولولي. الله دي رحم وكري.

كه څوك په خپل حق راضي نه وي هغه نه مړیږی  كه د دنيا ټول نعمتونه هم  ورته وركړل شي  او كه اندازه، انډول، تناسب او عدل د دنيا او اخرت په چارو كي ونه ساتل شي نو اخرت خو له لاسه ځي، ليكن له دنيا نه هم خير او بركت نه ويني.

په دې بې موازنګۍ کې خپله موازنه هم له لاسه تلونکې ده.

سړی ځان نه شي غولولی، كله له دنيا نه د اخرت په لټه كې سرگرداني او كله هم له أخرت نه د دنيا په نعمتونو پسي لالهانده گرځيدل فقط د ليونتوب په لور يو سفر دی، حد او حدود ساتل د انساني تعقل اصلي صفت دی.

د انسان احتياج په زيار او صبر ترسره كيدلای شي خو د هغو دا رضا او اقناع په مقصد د بندگۍ او اخرت له دندو بايد چې غفلت ونه شي هغه چې په دې عذاب مبتلا  او معتاد شي نو ددۀ حال هغه چاته ورته دی چې د مست اوښ له ویرې او ډار نه په تیښته وتښتید او پس له ډیرې ستومانۍ یې له مجبوريته ځان د يوې وچې څاه پر غولي او غاړه کې داسې وځړاوه چې په دواړو  لاسونو يي دوه دانې شاخچي چې د څاه پر غاړه شنې شوي وي ټينگې ونيولې، همدا رنگه دواړه  پښې يې هم پر كومې بلې ریږدیدونکي شي نااستواري او لړزاني ودريدې، لږ چې سا يې دمه وكړه او جوړه شوه نو چې سترگې يې خلاصې كړې او ښكته يې وكتل نو گوري چې پښي يې د ٤ مارانو پر سر برابرې دريدلي دي  هغه ماران چي نيمايي سرونه يي د خپلو غارونو نه راويستلي وو او د چيچلو لپاره هره شيبه تيار وو.

لږ نور چې ځیر شو نو ګوري چې د څاه په غوچي كي ستر ښامار اژدهار پروت دی، غوريږي او   خوله يې هم پورته خلاصه نيولې تر څو كه ښكار ناڅاپه په څاه كې وغورځیږي رأساً دده په خوله كې ورولویږي خو کله یې چې د څاه په سر نظر وڅرخوه  او وګرځاوه گوري چې دوه  موږکان يو سپين بل تور  په خپلو تيرو  او تیزو غاښونو په خورا تلوار د هغو شاخچو بيخونه چې دی له هغو ځوړند او ځړیدلې وو، زدوی او خوري  یې.

دی لگيا وه د ځان د ژغورلو او نجات لپاره يې تدبير سنجاوه چي گوري د شهدو د غومبسو يوه ځاله دده د خولې په برابرۍ داسې ليدل كيږي چې له هغې نه شهد هم بهیږي او تویږي.

دی داسې په بيړه  د شهدو په څټلو او څښلو  اخته شو چې د څو شيبو لپاره يې هم ځان، هم جهان، هم ماران، هم ښامار، هم موږکان هم هغه مست اوښ او هم شاخچي بيخي هېرې کړلې.

ده د شهدو نه لا خوند اخيسته او د شاخچو سستيدلو او ماتيدلو ته متوجه نه شو.

دی لا د شهدو د څټلو او څکلو له خوند نه نه و فارغ شوی چې دواړه  شاخچي ماتې شوي او دی د ښامار خولې ته ورولويد.

هغه د يوې شيبي خوند دی داسې غافل كړ چې خطر يي هير شه.

په دې مثال كې اوښ، څاه او ښامار د دغې دنيا مثال دي چي هم له افاتو او خطرونو نه ډكه ده او هم له خوف او بلا نه.

تور او سپين دوه موږكان  د ورځي  او شپي ممثل دي چي دهغو په مینځ  كي مړینه یا مرګ او ژوندون  حركت لري او د غاښونو ږوول د شیبو او ثانیو حکم لري.

٤ ماران د إنسان د خوی او خصلت نماينده دي  (شهوات  ،خوراك او پوښاك او چكاك ،مال پرستي اوقدرت غوښتل)

خو د شهدو خوړل، څټل، څكل او د هغه نه خوند اخيستل كه هر څومره لنډه شيبه هم وي د دنيا تمثيل كوي، د دنيا ټول نعمات له هماغه شهدو سره برابري كوي.

نتیجه دا چې د انسان له پاره د ژوندون له پاره همدومره لنډه شیبه او د دنیا له بیحسابه نعماتو نه همدومره کمه او وړه برخه په نصیب ګرځي او ډیر ژر فنا كيدلای شي.

بله تبصره پر داسې يو بيان او مقايسې د هوښيار سړي په وس كې نه وينم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx