افغانستان

روسیې د کابل حکومت نه د پاتې بندیانو ژر خوشې کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): روسیې د کابل حکومت څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره د پاتې بندیانو د تبادلې لړۍ پای ته ورسوي او طالبانو سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې په بین الافغاني مذاکراتو کې هرډول ځنډ د افغان سولې په تړاو نړیوالې هلې ځلې کمزوري کولای شي او د سولې په هکله د افغان چارواکو لیوالتیا تر پوښتنې لاندې راولي.

روسیه په داسې مهال له کابل حکومت څخه د بندیانو پروسې د ژر تر ژره تکمیل او بین الافغاني مذاکراتو د پیل غوښتنه کوي، چې په کور دننه او سیمه ییزه کچه هم د کابل حکومت تر سختو فشارونو لاندې دی، ترڅو د سولې پروسې په وړاندې پراته خنډونه لرې او بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کیږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx