دیني، سیرت او تاریخ

سپېڅلی بغاوت!!

نورالرحمن ادين

د امت د ښېګڼې او سالم مديريت په نیت يې؛ له خپل پلرني وطن څخه داسې وطن ته د سفر تابيا ونيوله چې هلته يې يوازې د ایمان په ادرس او اعتبار د هغی ځای پر خلکو باور وکړ، دا کوفه وه! هغه وطن چې وګړو به يې تل شر ته پر خير باندې لومړیتوب ورکاوه، فتنې به پکې په اندک اشاره ژوندۍ کېدلې، د اسلامي دولت لپاره به يې سرخوږي، ګواښ او تزلزل پېښاوه.

په داسې وخت کی چې د اسلامي دولت چارې له خپل اصلي مسير څخه؛ چې د امت او انسانيت ګټې او مصلحتونه خوندي کول وو، د ځاني او عصبیتي ګټو تر خونديتوب پورې محدود شوی وو. نو حسين رضی الله عنه چې د امت د غښتلي، پهلوان او قاضي انسان؛ علي کرم الله وجهه زوی او د بشریت د محبوب سرلاري آنجناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم  لمسي د خپلو پلرونو څخه عدالت، شجاعت او د ټولنې مديریت په ارث وړی وو، نو د مسلمانانو د چارو د سمون مرجع يې داسې کسانو ته نه شوای ورپرېښودلای چې هغوی عامه ګټې او مصلحتونه د خپلو ځاني ګټو قرباني کړي!

نو ددې لپاره چې مسلمه امت ته د قربانۍاو شجاعت درس ورکړي، تر ټولو لومړی يې خپله دا قرباني ورکړه. او د اسلام په تاريخ کې يې تر صحابه کرامو وروسته د فدايي کېدو بنسټ کېښود.

حسين رضی الله عنه په داسې حال کې د کوفې په لوري روان شو چې د هغه ځای د خلکو د نه ملاتړ خبر يې مخکې له مخکې د مخلصو دوستانو له خوا ورکړل شوی وو. خو دې ده په سر کې تر دې چې څوک به يې ملاتړ وکړي او څه ډول به چارې تر کنټرول لاندې راولي؛ لوی او بنسټيز فکر دا وو چې مسلمانانو ته ورپه ياد کړي چې اصلي او اساسي موخه دا ده چې هر څوک بايد خپل مسؤلیت درک کړي او د ظالم او ظلم پر وړاندې ولو که په يوازې ځان سره هم وي پاڅون او سپېڅلی بغاوت وکړي! او خلکو ته يې وريادول چې څه ډول يې ګران نيکه محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د ظلمونو، تیارو او جابرانو پر وړاندې په يوازې ځان مقابله وکړه!

نو ددې لپاره چې خپل مسؤلیت يې ادا کړی وي؛ په يوازې ځان يې له ټول هغه مقابل ځواک سره چې شمېر يې تر لکونو اوښت طرف واقع کړ او د حق، حقانيت او شجاعت د شمېر له پلوه وړه خو د موخې او نېکې رويې د کرلو له پلوه نړيواله جبهه پرانېستله.

د دواړو جبهو ترمنځ د تلاقي او حساب کولو شېبې ظاهراً د لويې جبهې پر ګټه او د کوچنۍ ایماني جبهې په ماتې پای ته ورسېدې! خو په حقيقت کې د حسين رضی الله عنه فدايي جبهې داسې بريا ترلاسه کړه چې د قيامت تر ورځې یې مسلمه امت ته د بې عدالتۍ پر وړاندې د مبارزې لاره پرانېستله، او د حق لارې لارویانو ته يې وښودله چې د دوی قرباني به حدر نه ځي، بلکې له ذوالجلال رب تعالی سره له يې لوړ قيمت او بيه خوندي ده.

د عاشوری له لسمې نېټې سره ددې تاریخي پېښې او حماسې سمون هم د حکيم رب لوی حکمت لاس په کار دی، داسې چې اخصا مسلمانانو او په ټوله کې انسانانو ته هر کال وریادوي چې که چېرې پر دوي باندې پردي، ظالم او غير امين حاکمان مسلط وي نو د حسين رضی الله عنه تګلاره دې تعقیب کړي، او د حق د احقاق لپاره دې خپله هڅه ولو که د ځان، مال او اولاد په بيه وي نه درېغوي!!

لکه څرنګه چې نن ورځ مسلمه امت تر بل هر وخت د ظالمو، فاسدو او يرغلګرو حکامو تر لاس لاندې شوی دی، نو د امت پر عوام الناسو او خيرخواه او حق غوښتونکو خواصو باندې واجب ده چې ددې جبابره حکامو پر وړاندې سپېڅلی پاڅون وکړي او امانت يې اهل ته وسپاري.

په ملي کچه که فکر وکړو نو افغان ملت باید چې نور څلوېښت کلن ناورین ته هم د حسين رضی الله عنه د تګلارې سره سم د پای ټکی کېږدي او د هر هغه چا پر وړاندې چې ددې ناورين پر اور باندي تېل ښيندي سرتاسري پاڅون او قيام وکړي، د جګړې د ښکېلو لوریو هېڅ ډول فرمایش او تطمېع ته غاړه کېږنږدي، ځکه د وطن مالک او څښتن ملت دی، نه څو تنه پراشوټي او پردي پال چارواکي او نه يرغلګر امريکايان او نه هم طالبان!

نو پر دې اساس هر هغه څوک او لوری چې په افغان کړېدلي ملت باندې د سولې سيوری او وزرې نه غواړي؛ او د سولې په لار کې خنډونه راولاړوي بايد په ټول قاطعيت سره له ټولنې طرد کړای شي. ځکه هر څوک چې د سولې ممانعت او مخالفت کوي نو حتماً يا ګوډاګی دی او يا هم د مافيايي خبيثې کړۍ يوه کړۍده! چې خپلې ګټې يوازې د جګړې تر سيوري لاندې څارلی او خپلولی شي.

د شکر ځای دی چې د داسې دين پيروان يو چې په هر ډګر کې يې غورې نمونې راته رحيم او مهربان رب تعالی راپه ګوته کړې دي. او په هغوي پسې د اقتداء کولو هر ډول خطر او د پایلې مبهميت يې رفع کړی دی.

نن ورځ تر ټولو اړينه چاره چې مسلمه امت يې بايد ترسره کړي؛ د سوچه اسلامي نظام قايمول او له يرغلګرو او د هغوی له ګوډاګیانو څخه د خپل طبیعي حق بېرته راستنول دي. نو بايد چې د حسين رضی الله عنه د حماسې بیا تکرار تازه کړي او اهل باطل ته د حق ترخه وروڅکي! نو ددې مهم د ترسراوي لپاره باید حق غوښتونکي خواص او عوام د موجوده پردي پالو حاکمانو او نظامو پر وړاندې سپېڅلی بغاوت وکړي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x