نظــر

پر سيد قطب ليکنه؛ دوه تنقيده دوه تأثره!

وحيد الله مصلح

نن د قرآن کريم د مفسر او د اسلامي ويښتيا نظريه جوړوونکي سيد قطب څلور پنځوسم تلين دى، د دغه مظلوم شهيد په اړه ليکنه درسره لوستلى شئ:

تېر کال مې چې کله د سيد قطب شهيد په اړه (سيدقطب؛ د تيوري او عمل امتزاج) لنډه ليکنه وکړه، هلته يو شمېر ملګرو پوښتنې وکړې، چې اخوان المسلمين تر اوږدې مبارزې وروسته بيا هم ولې لاسته راوړنې نه لري، او دا چې که اخوان په مصر کې سوله ييز پاتې شوى نو دلته زمونږ په وطن کې يې پلويان ولې سوله ييز نه وو؟

دا ليکنه همدې پوښتنې ته ځوابونه لري:

لومړی؛ د اخوان لاسته راوړنې!
اخوان او د نسل روزنه!

ښايي يو شمېر وګړو ته به د اخوان المسلمين مبارزه ناکامه برېښي، خو که تاريخ ته ستانه شو او د حال په منظر وګرځو نو د اخوان لاسته راوړنې لکه د لمر روښانه دي، د يو داسې نسل روزنه چې هغه د شوروي الحاد، اوسني ايتيزم او افراطي سکولارېسم په مقابل کې د اسلام لپاره شامله او کامله مبارزه کوي؛ دا د يو کال او څوکالو خبره نه ده، دا د نسلونو تربيه ده او دې صف او دې کرښې ته د لسيزو علمي، اکاډيميک او تاريخي منزلونه او نښې جوړې او مشالونه ورته بل شوي وو.

د غربي او ټولو پرديو فرهنګي، فکري او نظامي يلغارونو په وړاندې دوى مبارزه کړې، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د شامل اسلامي فکر په اډانه کې همدوى دي چې منظم، مثقف او د ميدان خلک دي.

اخوان او د ملتونو کوشېر!

د اسلامي نړۍ ولسي اړيکې او د ملتونو کوشېر هغه چې اسلامي ادبيات ورته د امت په نوم تعريف ږدي؛ په شلمه او يويشتمه پېړۍ کې د اخوان له خورا سترو لاسته راوړنو دي. د تغريب او لوى سکولارېستي او ويشونکي نشنېلېزم په نړۍ کې هلته چې مسلمانانو په کې د خپلو څوارلسو پېړيو تر ټولو لوېدلى او مسخره ژوند وکړ، خو اخوان د همدې ذلت په وړاندې د مسلمانانو د برم، عزت او شان اجنډا راواخېسته، د نوي عصر په ژبه وغږېدل، د اسلامي کار منطق يې ووايه، د ارتجاع په پېغورونو کې يې د اسلام د پرمختګ او حرکت خبره وکړه او دوى په امت کې دا مفاهيم نه يوازې بياځلې راژوندي کړل بلکه پر دې ټولو يې په خلکو کې د عزت احساس راوپاراوه.

اخوان او د ژوند ژوندي ډګرونه!

اخوان المسلمين د تعليم، تحصيل، فرهنګ، ټولنيزو مبارزو، رسنيو، علمي او تحقيقي، سياسي او اقتصادي ميدانونو کې ډېر لوى نومونه دي، دوى په دغه ټولو ميدانونو کې د حکومتونو له سويو پورته ډېرې لاسته راوړنې لري، او په دغه ميدانونو کې د اسلامي خط ولسي استازي او سرلاري دي.

که نن په نړۍ کې د سياست په اړه د اسلام بحث شته، که د اقتصاد په اړه علمي مجالونه دي او که د ټولنيزو مبارزو بابونه دي؛ د اخوان له مبارزې او برخې پرته به د زمانو په ګردونو کې پټ وي. اخوان په دغو ټولو مجالونو کې يوازې د تيوري او نظريې په حد کې نه دي، بلکه دوى په يوه مسلسل جدوجهد او تمرين کې راغلي.

يوازې دا نه بلکه د فلسطين او اقصي د قضيې مالکيت له اخوان سره دى، هلته چې د همدې قضيې په ننګه او د فلسطين پر خاوره له اشغالګرو سره د جګړې او بري په ګناه ملک فاروق اخوان په مصر کې ملغا کړ او ورپسې يې د دغه اسلامي حرکت مرشد امام حسن البنا شهيد کړ، د اخوان لومړنۍ تصفيه، زندانونه، سارايي وژنې او زنداني ترورونه د همدې اسلامي خاورې د ازادۍ له ټسه پيل شول او نن چې حماس د فلسطين د داعيې د وارث په توګه شته او يوازې له اسرائيل څخه نه بلکه د بشپړې امريکا او غرب څخه خپله خاوره او اقصى ګټي او ورسره په شخړه دى دا د همغه اخواني مبارزې تسلسل دى چې پيل يې امام بناﺀ د خپلې وينې په بيه کړى و.

اخوان او د تمدني تقابل بحثونه!
که د اسلامي نړۍ د تېرې پېړۍ په سياستونو کې د اسلامي حرکت خط په دغسې صراحت نه واى نو نن به اسلامي خط په ډېرو بلا بدرنګيو کې بې نوره واى، خپل رنګ به يې نه لرلى، که دغه صراحت موجود نه واى نن به اسلامي کار متمايز نه واى، منفرد او ځانګړى به نه واى او تر ټولو مهمه دا چې د مسلمانانو هويتي تشه به پر يوې جهنمي خلا او کندې اووښتى.

کله چې د شلمې او يويشتمې پېړۍ د تمدني تقابل بحثونه ايجادېږي، په دغسې فلسفي بحثونو کې د اخوان المسلمين او له دوى نه د متاثرو شخصيتونو فکري او فلسفي ادبيات د غربي تمدني ټکر پر وړاندې د مقاومت، تقابل او درېدو اصلي بحثونه دي.
که د نړۍ له تمدني بحثونو د اسلام پر کرښه د اخوان المسلمين ادبيات وويستل شي له يوې خوا به پر اسلامپاله خوا د علمي فقر تياره خوره شي او له بلې خوا به غرب د خپلو بحثونو د تداوم لپاره سوړ او منجمد شي.

اخوان؛ حکومتي تعذيب او ولسي حمايه!
اخوان المسلمين په مصر کې ټاکنې د نظاميانو له ټول رقابت سره وګټلې، يعنې دا په دې معنى، چې د مصر ملت اخوان د خپل مشرتابه لپاره غوره کړ، او يعنې دا چې د دا دومره حکومتي ځپنو، زندانونو، اعدامونو او بنديزونو سره سره اخوان خپل ملت سره د کار او عمل په اړيکه کې پاتې شوى وو، نو دا لاسته راوړنې سطحي نه دي دا ډېر لوى نتايج او کارونه وو.

بيا چې کله دوى حد اقل د يو کال لپاره هم په واک کې نه زغمل کېږي، دا يو شمېر لوى عوامل لري، په داخل کې د نظاميانو استبدادي مرموز حاکميت او بد معاشه مافيا، د اسرائيلو د خونديتوب قضيه، او د پردې تر شا له کودتا د امريکا او اروپايي اتحاديې ملاتړ يې مهم عوامل دي، نور ډېر فکټورونه هم وو لکه د شهيد محمد مرسي پر ضد د نوريانو د سلفي جريان او سکولاريستي ډلو انسجام، او په دغه مخالفت کې د اماراتو، سعودي او يوشمېر نورو خاينو عربي حکومتونو مداخلې شاملې وې.

خو د دې دومره ظلم او وحشت نه وروسته چې د محمد مرسي منتخب حکومت پر کودتا ړنګ شو، اسرائيلو، امريکا، اروپايي اتحاديې او سعودي، اماراتو او نورو عربي هېوادونو يې په ګډه همغږۍ کې ملاتړ وکړ، خو بيا هم اخوان د خپل دومره ډېر ولسي ملاتړ سره سره د داخلي نظم په وړاندې وسله وال تقابل ونه کړ او دا يې ډېره مهمه او ملي لاسته راوړنه ده، دا ځکه چې اخوان د مصر او مصري ملت اصلي وارث دى.

دويم؛ اسلامي نهضت او وسله وال تقابل، ولې؟
کله چې په مصر کې د داخلي ظالمې او مستبدې حکومتولۍ په وړاندې د اخوان د مسلسل او دايمي سوله ييز تعامل خبره کېږي، يو شمېر وګړو سره دا پوښتنه پيدا کېږي، چې اخوان ته منسوب او يا ورته نږدې اسلامي نهضت او بيا د همدې خط جهادي تنظيمونو ولې مسلسل وسله وال تقابلونه کړي؟ دلته پر همدې مورد لنډ بحث شوى.

د محمد داوودخان د کودتايي جمهوريت په وړاندې د اسلامي نهضت د وسله وال غبرګون په اړه اندېښنه وارده او معتبره ده، دا په افغانستان کې د اسلامي نهضت د بېلا بېلو طيفونو تر منځ هم د بحث توده موضوع ده چې مثلاً د محمد داودخان په وړاندې وسله وال تقابل سم وو که ناسم؟

کره او مطلوب حالت به دا واى، چې د اسلامي نهضت صف د داودخان د نظام دغه ټولې شکنجې زغملې واى خو د بهټو پاکستان ته نه واى تللي. داسې ښکاري چې د تره کي تر کودتا پورې د اسلامي نهضت دغه ټول نظامي تحرکات د اسلامي نهضت سمه سټراټيژي نه وه.

داودخان او اسلامي نهضت؛ څو پوښتنې!
زمونږ يوه ستونزه دا هم ده چې مسايل له تاريخي منظر او پس منظره شکوو، وچ کلک يې د ننني حالت په چارچوب کې غورځوو او بيا يې تحليلوو، مثلاً څو پوښتنې:

د اسلامي نهضت مشران او غړي ولې په ظاهرشاهي کې پاکستان ته نه مهاجر کېدل؟

دوى ولې د مرحوم محمد ظاهرشاه پر ضد وسله وال غبرګون نه کاوه؟

د همدغه دورى لومړنۍ نظامي مداخله چا وکړه او پاچاهي کومو چپي افيسرانو د محمد داودخان د استبدادي جمهوريت لپاره ړنګه کړه؟

د شاهي له ړنګېدو سره سم پر اسلامي نهضت ولې بنديزونه ولګېدل، مشران او اعضا يې ولې بنديان شول او کلي په کلي او په ټولو پوهنتوني او مکتبي ماحولونو کې يې لټونونه ولې شروع شول؟

دا او دېته ورته نورې پوښتنې شته چې مونږ سره د اسلامي نهضت او د داودخان د جمهوريت تر منځ د اړيکو په څېړنه کې مرسته کولاى شي.

کمونېستي کودتاګانې او اسلامپالي!
له تره کي تر امينه او بيا د کارمل او شوروي دورې نه د نجيب تر سقوطه دا مرحلې جلا منظر او پسمنظر لري، په دغو مرحلو کې خبره د ملت خودجوشۍ ته ځي، ټول ملت منسجم کېږي، دلته تاسو د کابل چنداول ولسي قيام، د هرات د حوت اته ويشتمې قيام، د کنړ د کېرالې پېښه، د ننګرهار د کان کلي پېښه، د وردګو عام وژنې، د کندز عام وژنې، د لغمان د قرغيو چهار باغ عام وژنې، د څرخي پله زندان د لسګونو زره وژنو او زنداني کولو قضيې، د کام، اکسا او خاد جهنمي وژنې او ترهې، پر عام ولس بمباردونه، د کليو ړنګونې او د لکونو افغانانو مهاجرتونه وينئ، دا ټول د دغه خلقي پرچمي دورې حکومتي پاليسۍ، سټراټيژۍ او کړنې وې. په دغه مرحله کې نظرياتي اړخ هم ډېر مطرح وو د الحاد او اسلام قضيه په کې د کشمکش سنجيده او مرکزي برخه وه.

اسلامپالو بايد څه کړي واى؟
د تاريخي مطالعې پر بنسټ ويل کېداى شي چې:
د شاهي په ړنګېدو سره دا محمد داودخان او د هغه پرچمي کودتاچي ملګري وو، چې د اسلامي نهضت تصفيه او ځپنه يې پيل کړه، دوى يې لټول او بنديانول او دوى د همدغه تناره وطن نه نور د ژغورنې په لټه ووتل. اصلاً د کودتايي جمهوريت استبداد د يوې بې ثباتۍ او وسله والې درګيرۍ بستر رامنځته کاوه، په زندانونو کې د اسلامي نهضت د سر سړي او عادي اعضا بنديان وو، څه يې اعدام شول او کله چې بيا تره کي کودتا وکړه پاتې هغوى شهيدان کړل.

خو که د اسلامي نهضت مشران او غړي د داوودخان د ټول استبداد او ځپنې په وړاندې په داخل کې پاتې شوي واى، دا به يو لوى صبر واى او ښايي ښه نتيجه پرې مرتبه شوې واى، لومړى خو بايد اسلامي نهضت پاکستان نه واى تللي او که له ظلمونو يې ځانونه تبعيدول نو بيا يې بايد له هغه ځايه د داودخان په مقابل کې وسله وال عمليات نه واى پلان کړي او په يو لوى سياسي ټولنيز مزاحمت کې پاتې شوي واى.

د تره کي په کودتا سره حالات بدل شول، ما مخکى ترې يادونه وکړه، دلته قيام ورو ورو ملي شو. د تره کي او وروسته د شوروي اشغال په وړاندې د اسلامي نهضت او پر دې کرښه د ايجاد شويو تنظيمونو او ټول ملت جګړې د دې عصر لويې شهکارۍ وې، دا د عزت او ازادۍ جګړه وه چې اسلامپالي په کې د اسلام، خپلواکۍ او خپل ملت له ادرسه جنګېدل.

د نجيب تر سقوط وروسته د مجاهدينو خپلمنځي شخړې دا جنايتونه وو او فاجعه وه او هېڅ راز سپيناوي ته يې حاجت نه شته، خو د کابل په جنګونو او دغو جنايتونو او فاجعو کې بيا هم چپيان يو قوي لورى وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx