افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مصالحې عالي شورا غړي اعلان شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل):  له اوږده ځنډ وروسته د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د یوه فرمان له لارې د مصالحې عالي شورا غړي منظور کړل.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپاره شوي فرمان کې اشرف غني ویلي، چې د سولې بهیر د مخته وړلو او له عبدالله سره دکړې هوکړې په نظر کې نیولو سره د مصالحې عالي شورا د سیاسي او رهبري کمېټو غړي چې  مشري يې عبدالله عبدالله کوي؛ منظوروي.

فرمان کې عبدالله عبدالله ته هدایت شوی، چې د  یوې اوونۍ دننه د  ديني عالمانو، د ملي شورا د غړو، د مشورتي لویې جرګې د غړو، د رسنیو د استازو،د خصوصي سکتور او د ولایتي شورا ګانو د غړو په ګډون د مصالحې عالي شورا د عمومي مجمع لست هم برابر او نهايی کړي.

له فرمان سره په ضمیمه شویو لستونو کې څرګنده شوې، چې ۱۹ تنه «سیاسي او جهادي مشران»، ۹ کسان لوړ رتبه چارواکي، او ۸ ښځې د مصالحې عالي شورا غړیتوب لري او تر څنګ يې د یادې شورا په رهبري کې د عبدالله عبدالله په ګډون ۱۰ تنه راټول شوي.

د سیاسي او جهادي مشرانو په برخه کې د حامد کرزي، سیاف، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، دوستم، عطاء نور، یونس قانوني، محقق او کریم خلیلي نومونه تر سترګو کېږي او په دولتي عالي شورا کې د امرالله صالح، سرور دانش، فضل هادي مسلمیار، میر رحمان رحماني او حنیف اتمر نومونه شته.

ددې تر څنګ د ښځو له ډلې نسرین اوریاخیل، فریده مومند، نجیبه ایوبي په یاد لست کې شاملې دي او په رهبري شورا کې د عبدالله عبدالله، سلام رحیمي، عنایت الله فرهمند، اسدالله سعادتي، معصوم ستانکزی، اکرم خپلواک او نورو نومونه شته.

یاده دې وي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېش په توافق کې د مصالحې عالي شورا مشري عبدالله ته سپارل شوې، چې د سولې اړوند ټولې چارې به مخته وړي.

له اوږدې مودې راهیسې د ارګ او سپېدار تر منځ د یادې شورا د غړو د ټاکلو په تړاو اختلاف موجود وو، چې بلاخره نن یې لست وروستی شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx