افغانستان

وردګو کې امریکايي الوتکو جومات بمبار کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږي، ۱۳۹۹ل): د میدان ورګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ په ملي خیلو سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو جومات بمبار او تخریب کړی.

له میدان وردګو ولایت څخه یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې تېره شپه یوه بجه شاوخوا بې پيلوټه الوتکو ملي خیلو سیمې ته نږدې د «میرخان خېلو» پر جومات بمبار کړی، او یاد جومات یې په بشپړ ډول تخریب کړی.

د سرچینې په خبره، دا چې شپه وه او جومات کې څوک موجود نه وو، له همدې امله چا ته د سر او مال زیان نه اوښتی.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې له مخې بهرني ځواکونه نشي کولای، په نظامي عملیاتو کې برخه واخلي او عامه ځایونه یا د طالبانو مرکزونه بمبار کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د مستندو معلوماتو په وړاندې کولو امریکايي لوری تورن کړی و، چې له شوې توافقنامې سرغړونه کوي او وخت ناوخت په خپلو او یا هم د داخلي ځواکونو په الوتکو کې بمبارۍ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

امریکائیان دی په دواړو سترګو ړانده سی چی ړندې بمبارۍ کوی او مسجدونه ویرانوی.

pattang

دا خو داسې ښېرا ده لکه چې پلار یې خپل مشر اولاد ته کوي ، کله یې چې بې لارې کار کړی وي !!

جمیل

د امریکایانو په وار وار سرغړونی دا ښیی چی دوی په سیاسی ډګر کی هم پوره مات سول او توافقنامه هم مجاهدو علماوو ځنی وګټل .
که دا په امریکایانو لاسلیک سوی توافقنامه د امریکا په ګټه وای او د امریکا ګټی پوره پکښی خوندی وای هیڅکله به یی د توفقنامی څخه سرغړونه نه وای کړی .
ماتی او شرمیدلی امریکا اوس د ګټونکو زمریانو سره د ګیدړو چلونه را اخیستی دی ، لا یی سا سمه نه ده ختلی یو څه آخری لپتکی لا وهی ، دا به هم ختمی سی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x