شعـــــرونه

څوک چې پوره د ازادۍ اهميت نه پېژني/محمودي

محمودي

رنګین خوبونه دي د خپل تېري دورې نه ګوري
نور دي نو ژوند د ځوانۍ مستي ورځي شپې نه ګوري

رڼایې خوښه ده رڼاته یې ژوند هم تېروي
داخلګ سترګي خولري مګرډېوې نه ګوري

داځان مي ولي ځان په خپل عیبوناګار اچوي
لکه چي دادومره پریمانه آینې نه ګوري

اخ تباهۍ ته ورترغاړي وته ځوان نسلونه
دغرب تهذیب غواړي دخپل تاریخ صفحې نه ګوري

څوک چي پوره دازادۍ اهمیت نه پېژني
هغه دي زما دزنداني ژوند خاطرې نه ګوري

دخپل هوس په لاره تلونکي بلاډېر زړه وردي
دخپل شرف دبقامخي ته خطرې نه ګوري

میني خلوص ته ملګرتوب کي لومړیتوب ورکوي
محمودي چیرته پیسه دار اوبې پیسې نه ګوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx