شعـــــرونه

شاړه د ژوند واړوه دا کار بې خولو نه کېږي/کاروان

پير محمد کاروان

شاړه د ژوند واړوه دا کار بې خولو نه کېږي
ګل ته اوبه راوله چې ګل بې اوبو نه کېږي

زړه مین او دوې سترګې دوې اوښکې په کې موسکې هم
ژوند دی په کې شپې راځي او تګ بې ډیوو نه کېږي

ویښ به وي چې لوند یې وي په اوښکو اوښکو ګل د مخ
خوب خو داسې نه دی چې بس تش په ازغو نه کېږي

سترګې په خوږو خوږو کتلو لا ملالې شي
نه منم یار دا چې بې کجل بې رنجو نه کېږي

زړه دې چې وي تیږه په اوبه نظر و نه رېږدي
خود به دې خولې پر تکو سرو اننګو نه کېږي

توغ  د لېونۍ مینې د زړونو برآعظم نیسي
دا نیول په توپ او په ټوپک په وسلو نه کېږي

خوله باندې برغولی د کاروان د نغمو څله ږدې
دا یې نو فطرت بوله بس بې له نغمو نه کېږي

۸ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تراب

دا چي ټايي ګمان کړې، دا کارونه په شعرو نه کيږي
کاريګر سړي شعر نه وايي، دشاعر وس په کارو نه کيږي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx