نړۍ

عربي اماراتو پر اسراییل ټول لګېدلي بندیزونه لغوه کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږی، ۱۳۹۹ل): متحده عربي اماراتو وروسته له هغې چې د اسراییل حکومت سره یې د اړیکو ټینګولو تړون لاسلیک کړ، خپل پخوانی د پریکون تړون لغوه کړ.

د بهرني خبري اژانس د راپور له مخې عربي اماراتو له اسراییلو سره د اړیکو غځولو په پار پر اسرائیل ټول لګولي بندیزونه لغوه اعلان کړل.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو پریکړه دوه اونۍ وړاندې د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوه، چې په لړ کې به یې دواړه هېوادونه دیپلوماتیکې اړیکې، سوداګریز، تګ راتګ، روغتیا، تعلیم او داسې نورو برخو کې په ګډه کار وکړي.

د عربي اماراتو یاده پریکړه د یو شمېر اسلامي هېوادونو له لوري له غبرګونونو سره مخ شوه او دا یې د فلسطین مظلوم ولس په حق کې تیری وباله، خو ددې سربېره اماراتو ټول هغه بندیزونه چې پر اسراییل یط لګولي وو لغوه کړل.

د عربي رسنیو د راپور له مخې ډير ژر به د اسراییل پلازمینې تل ابیب څخه د عربي اماراتو ابوظبي ښار ته هوایي الوتنې پېل شي، په دې اړه د هوايي تګ راتګ مهالویش هم په ډاګه شوی دی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو ورځو کې د متحده عربي اماراتو او اسراییلو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د سولې په نوم هوکړه لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې اسراییل نور د فلسطین خاوره د ځان لپاره یوځای نه کړي او دواړه هېوادونه به د اړیکو لپاره د نقشې په توګه کار وکړي.

په تړون کې دا هم ویل شوي چې متحده عربي امارات به د اسراییلو سره د اړیکو ښه کولو لپاره په نورو اسلامي هېوادونو کار وکړي تر څو په دغه تړون کې شریک شي.

له دې وړاندې په ۲۰۰۲م کال کې د سعودي ولیعهد شهزاده عبد الله د لبنان په پلازمینه بیروت کې د سولې په نوم یو پلان وړاندې کړی و چې له مخې به یې عربي هېوادونه د اسراییل پيژندلو ته غاړه کیږدي خو ددې لپاره شرط دا و چې اسراییل باید خپله پوله بیرته هغه ځای ته ستنه کړي کومه چې له ۱۹۶۷م کال څخه وړاندې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا منافقين به سبا خپلی لوڼی هم و يهودو ته په مرداره نکاح ور واده کړی چی په وينه هم ورسره شريک سی .
يا الله جل جلاله مسلمانانو ته هدايت ورکړی چی توری راواخلی او خپل بايللی عزت بيرته وګټی .

طوطی

جمیله: بیا دی څه رتی پرتی شروع کړی؟ کوم بایللی عزت؟ هغه عزت چی طالبانو ور په برخه کړ؟ نن سبا مسلمانان تر ټولو جاهله، بی علمه قوم دی چی د الله په ذلت او قهر ګرفتاره دی. مسلمانان نن سبا په ټوله نړی کی د تروریستو صفتو خپل کړی دی چی دا نوم ورته هدا تاسو طالبانو، همدا عربو لکه القادې، داعش په پاکستان کی ډلو ټپلو ورکړی دی. اسلام مو برابر کړی نور څه پکی پاتی ندی. یهود به انشاءالله که خدای کوم ستاسو په کورونو هم در ننوځی.

جمیل

الله تعالی به مو د هغو سره حشر کړی چی درباندی ګران دی ، تاسی جاهلین د یهودو د بری سره هم ان شاءالله لیکی .
و اذا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما

احمد شاه

طوطى ګکه بلکل هم خبره د سمه ده ستا په شان “مسلمان” استدالال ته چه وينم ريښتيا هم چه په مسلمانانو کي جاهلان، بی علمه او د الله په ذلت ګرفتار کم طوطيان ندی،

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x