نظــر

جناب! د ارګ ملوک الطوایفي دنیا ته شرمنده کړو!

استاد محمد زمان مزمل

پرون د ملي امینت مشاور حمدالله محب د یوه تلویزون سره په مرکه کې د یو سوال په ځواب کې وویل:
که بیا مؤقت حکومت ته وروګرځو نو بیابه هماغه زٰړه ملوک الطوایفي له سره راګرځي.

د بده مرغه له کومه وخته چې ارګ د سیاست د سابقه لرونکو سردارانو نه تش شو کلیوالو سیاستوالو پکې داسې نخرې وکړې چې ارګ یې هم په موزیم بدل کړ، هم په بالاحصار او هم له خپل ملت نه په یوه شکیدلي جزیره.

یو درجن وحشي پدیدې په سیاست کې خلق و پرچم ایجاد کړې او د هغوی دوه برابره مجاهدینو، په تېره د مافیا او ملوک الطوایفي سپیره پدیده خو د نجیب د سقوط نه وروسته پیل شوه او د همدې ملوک الطوایفي په چتر کې چې چاته وزارت ورسیږي د هغه د قوم وزارت شي او چاچې کوم وزارت او یا کوم ولایت کې خپل مافیاګر ځای پر ځای کړي امریکا ،ناټو او د اداري اصلاحاتو پڅو ادارو پکې یو قدم هم پورته نکړ.

پرون چې د ملي امنیت مشاور حمدالله محب مؤقت حکومت د بیا راتلونکي ملوک الطوایفۍ په خاطر یو بابیزه قدم مطرح کړ زه ډیر خفه شوم چې ددغه نظام یو مخکښ ځوان چې په جهادي کورنۍ کې لوی شوی هم دی هغه نه ویني چې د ارګ ملوک الطوایفي د افغانستان د ولایاتو او هرې ملوک الطوایفۍ په نسبت بدرنګه او ملت زورونکې ده.

که د جمهوریت په نامه تش فخر کونکو جمهوریت پیژندلی هغوی به د افغانستان انتخاباتو پایلې په مافیایې او ملوک الطوایفي طریقه نه فیصله کول، د جمهوریت دعویدارو باید دا سوچ کړی وای چې د انتخاباتو فیصله د امریکا د سفارت پر ځای باید ستره محکمه وکړي او د یوه په وړلو او د بل په بایللو یې وکړي ولې هغوی بیرون څربه شوې ملوک الطوایفي ارګ ته راوړه او ارګ پکې دوه اول نمبر مشران پیدا کړل او چې بیا دا عملیه د ښاغلي حامد کرزي او د جناب استاد سیاف په مشرۍ بیا هماغه زٰړه کاپي خو دا ځل د امریکا د سفارت پر ځای ددوی په ثالثۍ وتپل شوه چې لویه لاسته راوړنه پکې ایله دا شوه چې سوله تلونکي ارګ ته یې د مخالفت بله دمه ورکړه.

په هر صورت د کابل حکومت مشران باید په داسې مسایلو شخوند ونه وهي چې هغه د شرم د پاسه بل شرم وي، دوی په افغانستان کې د ملوک الطوایفي نه ویریږي ولې ملت د ارګ ملوک الطوایفي برباد کړ او خلک چې نن ۵۳% له داخل نه طالب غواړي په همدې خاطر یې غواړي چې طالب د ټولو کمبودو باوجود مافیا ماتونکی او د ملوک الطوایفي ټغر ټولونکی سیاست لري په مخکني دور کې تر ټولو ښه لاسته راوړنه همدا وه د هغوی وزیر خارجه متوکل صاحب ماته وویل:
که د شمال وروستي دوه ولایتونه ونیسو نو د تنظیمو په خلع سلاح کولو د هغوی مشران او د ټول ملت مشران راغواړو چې یو قوي مرکزې نظام جوړ کړو.

متوکل صاحب ویل موږ تر مجاهدینو ښه نه یو ولې موږ تر هغوی متحد او د یو مرکزي نظام پلویان یو.

نن هم مشرانو ته د خبرو په مهال ډیر سوچ پکار دی اخر دا د وینو او د سړیو د وژلو سونامي به اخر لري که نه؟او که به همدا تاسې یو اویا قراردادي امریکایان په دې ملت په څو شیفه کې ځي راځئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx