fbpx

طاهر قادري: په څو اونیو کې به پاکستان کې انقلاب راولم

نن ټکی آسیا: د پاکستان د عوامي تحریک مشر ډاکټر طاهر القادري وايي چې په څو ورځو کې به د پاکستان حکومت ونړوي، او انقلاب به راولي.

او زیاته کړې چې د انقلاب سمدستي وروسته به یو خاص انقلابي مجلس جوړ کړي، چې د راتلونکي حکومت پوري د هیواد چاري پر مخ بوزي.

طاهر قادري زیاته کړه چې د هیواد چارواکي باید هیواد، قانون او ولس ته اولویت ورکړي، نه حاکم ته. د پولیسو تنخاګاني هیواد ورکوي، حاکم یې له خپله جېبه نه ورکوي.

باید وویل شي چې طاهر قادري یو کنډايي میشت پاکستانی دی، چې د تیري جون میاشتي په اخیري ورځو کې هیواد ته را ستون شو، او ادعا لري چې په پاکستان کې به د اوسني حکومت او نظام په خلاف پاڅون کوي، او دغه حکومت به نړوي.

نوموړي د پاکستان د پيپلز پارټي په ضد هم هغه وخت یو لوی احتجاجي تحریک پیل کړی وو، کله چې هغوی په حکومت کې وه، خو وروسته دحکومت سره د ځینو خفیه پریکړو او ملاقاتونه یې احتجاج ختم کړی وو، او بیرته کنډا ته ستون شوی وو، خو اوس وايي چې تر هغو به نه ځي، تر څو یې د نواز شریف د ډلي حکومت نه وی چپه کړې.

د یادوني ده چې د نواز شریف حکومت که له یوې خوا د خپل عام ولس له خوا په دې وجه د سخت تنقید سره مخ دی چې په هیواد کې د تېر حکومت په پرتله څه خاص بدلون نه دی راغلی، او بل خوا په وزیرستان کې د فوج له خوا د روژې په میاشت کې پراخ برید پیل شوی، چې له کبله یې په لکونو انسانان په خپل هیواد کې دننه بې کوره او مهاجر شول.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بلال ساپی
میلمه
بلال ساپی

دا د آی ایس آي ایجنټ دی اوس يې د دې لپاره راوستې څو د خلکو سترګې د وزیرستان له عملیاتو واړوي او دې خچن مخې ته یې کړي.
دا د یو منظم پلان له مخې کیږي.

هاشم ظاهري افغان
میلمه
هاشم ظاهري افغان

دا غریب د شهرت وږی دی نور هیځ نه غواړی، صرف دا غواړي چي زما نوم دي په نړیوالو رسنیو کي راسي، او هلته په کانادا ني زما مریدان وویني چي زه یو منلی شخصیت یم، سیاست هم کوم، د جوماتونو پیر هم یم، انقلابونه هم راولم، خو دلته په پاکستان کي یی پلار (نواز) ورته تیار ناست وو بیچاره سره یي داسی ټوکه وکړه چي ټول عمر به يي یاد ساتي