افغانستان

شیرپاؤ افغانانو ته د پاکستانۍ ویزې آسانتیاوو ډیرولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د خیبر پښتونخوا ملي وطن ګوند مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر آفتاب احمدخان شیرپاؤ افغانانو ته په ځانګړې توګه ناروغانو ته د پاکستاني ویزې د آسانتیاوو ډیرولو غوښتنه کړې ده.

شیرپاؤ دا څرګندونې پېښور کې له افغان قونصل نجیب الله احمدزي سره په لیدنه کې کړي،دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ستونزو هم بحث کړی دی، نوموړي هیله مندي ښودلې چې په دې برخه کې شته ستونزې زر تر زره حل شي.

هغه د پاکستان په حکومت غږ کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفر محدودیتونه کم کړي، ترڅو خلک په آسانۍ سره تګ راتګ وکړي او ولسي اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او وتلی سیاستوال آفتاب شیرپاؤ په داسې مهال پاکستان ته د افغانانو د سفر د آسانتیاوو غوښتنه کوي، چې تردې وړاندې ګڼ شمېر نورو پاکستاني سوداګرو او چارواکو هم د پاکستان له حکومت څخه ورته غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغه چې پاکستان خپل هېواد ته د افغانانو د ورتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لګول جبري کړل، په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې سوداګریزې چارې سختې ټکنۍ شوې او افغانستان ته د پاکستاني صاراتو کچه بې په ساري ډول راټیټه شوه؛ خو د شنونکو په باور د پاکستان حکومت غواړي اوس مهال خپله دغه تیروتنه جبران او افغانستان سره د تګ راتګ لارو کې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx