نظــر

سپین طالبان؛ او په پاکستان کې د تورلیست تورخم او بلا نورو تورو سپینول!

استاد محمد زمان مزمل

د بلا اوږدې مودې وروسته اسلام اباد ته له قطر نه د طالب لوړ پورې جرګه چې په هغه کې د جناب مٌلا برادر غوندې پاکستان زورولی مشر طالب حضور لري اسلام اباد ته نوموړې جرګه لاړه ،دا هم په داسې حال کې چې د سفر نه څو ورځې مخکې پاکستان ته پر طالب مشرانو د بندیز اوازه هم شوه.

طالبانو پدې کې چې هغوی د پاکستان تر اغیز لاندې دي بلا تهمتونه او ټاپې وخوړې ولې تېر اتلس کلن دوران او بیا په ځینو حساسو مواقعو کې د طالب بزرګوارۍ او د پاکستان د اغیز لاندې د تور، تور نه ځان او طالب پاک وساته.

د مري جلسه چې پاکستان د زړه په شواخون جوړه کړه هغه پکې پخپل وخت تر اغیز پورته جلسه وه په همدې خاطر هلته په عمدي ډول د جناب امیرالمؤمنین د مړینې پټ ساتلی خبر پاش شو او یوه لویه غوغا پکې جوړه شوه.

نن هم چې د سولې په اړه د طالب په خوا کې مشکلات صفر ته راټیټ شوي او دا کابل دی چې د خپلې محترمې جرګې د پرېکړې باوجود کله پرېکړه د یوه سفیر او کله د بل سفیر په اعتراض ځنډوي او کله د خپلې خوا نوي او اضافي لیستونه وړاندې کوي، پدغسې یو ظرف کې به کابل د پاکستان په ذریعه طالب څه شي ته اړ کړي چې مشکل په کابل کې دی نه په قطر کې.

د نږدې او لرې تحلیل کونکو له نظره کیدای شي پدې سفر کې پاکستان د طالب له راغلي جرګې نه د تورلیست نه د پاکستان په وتلو یا حذفولو کې کار واخلي، ولې د طالب مشرانو په تګ هلته د مهاجرینو، د تورخم د تګ راتګ او بلا نورو تورو د سپینولو خبرې هم په تبصرو او تحلیلو کې راغلې.

زه چې د طالب سوابقو ته ګورم او بیا د امریکا سره په مذاکراتو کې د هغوی د سرلوړو چنو تاریخ او بیا چې خپله 55% خلیلزاد پکې وویل:
چې زما دا ګمان د طالب سره په تېرو خبرو او اترو کې غلط ثابت شو چې طالبان د پاکستان تر اغیز لاندې دي.

د همدې ځایه طالب مشران پوهیږي چې هسې هم د حل طرحې د معاملګریو له لحاظه دا ټاپې خوري چې کابل ته د هند سفارت طرحه جوړوي او طالبانو ته اسلام اباد.

ولې د طالب طرف چې د یوه عزیز مذهب او مسلمانۍ د تړاو او د یوه عزیز صنف چې مٌلا او طالب دی هغوی د دغه درک په حساب د سیاسي حل او بین الافغاني مذاکراتو په دهلیز کې د پاکستان او بل ناپاکستان هېوادونو دننه کول ښایي د خپل افغاني غرور او مذهبي تړاو د تقدس له مخې ونشي زغملی.

منم چې طالبان باید هم له خپلو همسایګانو سره آن هند، ترکیي، سعودي او د پاکستان په شمول د منطقوي امنیت په اړه د هر هېواد د مشرانو اندیښنې پخپله خوله او تماس کمې کړي او د لیدو کتو مدار یې باید تر پخوا په یو پراخ افق کې تنظیم شي.

باور لرم چې طالب ورونه په کابل کې د پاکستان په اړه د ډلو او ځینې ملي شخصیتونو له حساسیت سره پوره اشنا دي ،هغوی یعنې طالبان پدې هم پوهیږي چې د پاکستان لپاره د پټ کار تهمت تر طالب زیات پر هغو کابلیانو راځي چې هره ورځ د پاکستان سره د معاملې او ډیل کولو اظهارات کوي، دا چې له پاکستان غواړو په طالب فشار واچوي او یا قضیه د پاکستان سره پټه حل کړو دا تهمتونو مور تهمت په همدې کابل کې شل کلن شو د طالب د راضي کولو پرته پاکستان څه کاره ده چې موږ ورسره مسایل حل کړو او بیا د طالب د مقاومت مسایل.

کابل ته د طالبانو په راتګ افغانستان له دې بدنام تقسیم نه چې نیم د هند او ایران لپاره او نیم نور د پاکستان او سعودي لپاره مصروف دی د طالب په راتګ او د یو نوي ملي وحدت او واقعي سولې په راتګ به نور افغانستان منحیث افغانستان د پاکستان، هند، سعودي او ایران سره د احزابو د مدار نه پورته د یو ملي شامل حکومت په ذریعه دوستانه روابط پالي ،همدغسې منزل ته د رسیدو هر څه او تهذیب د قطر مشرانو په اظهاراتو کې له دې مخکې ولیدل شو دا چې امیرخان متقي وایې:
افغانستان جوړول او رغونه د یوې ډلې له توان پورته ده.

دا خپله ښیي چې د طالب مشرانو پیل او سیاست مسؤلانه پیل او سیاست دی او همدا خبره به هغوی د ګاونډیانو سره د یوې تهمتي رابطې بیا په تېره له پاکستان سره د تهمتي رابطې لرې او پورته وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx