ټولنیزه برخه

په پاکوالي کې د زړه د هيندارې پاکوالی ډېر اړين دی!

مولوي محمدرضاء رحماني

شیخ شهاب الدین سهروردي رحمه الله د مولانا روم رحمه الله څخه یو حکایت رانقل کړی دی ، هغه فرمایي چې یوه ورځ د رومیانو او چینایانو ترمېنځ په دې خبره شخړه رامېنځ ته شوه چې یو جانب ادعا وکړه چې مونږ ښه صنعت کولی شو او بل جانب وویل چې مونږ ښه کاریګر یو.

دا موضوع د هغه وخت پاچا ته وړاندې شوه ، پاچا له جانبینو وغوښتل چې دوی دې خپله
سیالي په یوه نوې جوړه شوي ودانۍ کې چې په همدې موخه تیاره شوي وه ترسره کړي .

د ودانۍ په مېنځ کې یو دېوال د حایل په توګه جوړ کړل شو چې یوه خوا یې رومیانو ته او بله خوا یې چینایانو ته وسپارل شوه ترڅو دواړه خواوې د خپل مهارت أزموینه ورکړي.

چینایانو د خونې پر دېوال پلاستر وکړ ، او قسما قسم ګلونه پاڼې ، ونې بوټي یې رنګ په رنګ جوړ کړل ، د ودانۍ خپله برخه یې په ښه ښایسته نقشونو ګل او ګلزار کړه.

بلخوا رومیانو هم د خونې پر دېوال پلاستر وکړ ، خو یو ګل او پاڼه یې هم پرې جوړه نکړه ، او نه یې له کوم رنګ څخه کار واخیست ، بلکې یواځې د دېوال د پلاستر پر صفایي یې پیل وکړ، دېوال یې دومره صفا کړ چې د ښېښې په څېر به یې هرڅه ښکاره کول.

دواړو خواوو خپل کار پای ته ورساوه ، پاچا ته یې خبر ورکړ ، پاچا وویل:  د مېنځ دېوال لرې کړی ، دېوال لرې کړل شو ، ګوري چې چینایانو خپل طرف په ډېر نقش او نګار ګلکاری تیار کړی خو دې هرڅه د رومیانو په طرف کې چې له دېوال یې ښېښه جوړه وه انعکاس وکړ.

ددې کار په لېدلو پاچا حیران شو چې اوس د چا په حق کې فیصله وکړم؟  ځکه چې واړه خواوې یو قسم ښایست لري!
پاچا د رومیانو په حقله د بریا فیصله وکړه ، وجه داوه چې د رومیانو د کار معیار ډېر لوړ وو، د خپل مهارت په پر مټ یې د چینایانو نقش و نګار هم را خپل کړل.

مولانا روم رحمه الله ددې کېسې له نقلولو وروسته د نصیحت په توګه وویل:
اې عزیزانو!  تاسو هم پر خپلو زړونو د رومیانو په څېر کار وکړی ، یعنی خپل زړونه مو په ریاضت او مجاهدې سره دومره صفا کړی چې تاسو ته پخپل کور کې په ناسته د دنیا ټول نقش ونګار په زړه کې را ښکاره شي.

یعنی د زړه کړکۍ مو خلاصه کړی ترڅو هر قسم مادي خیرۍ ميری ترې وباسۍ ، او په الهي علم یې روښانه کړی ، تاته به د دنیا او آخرت حقائق او معارف  کور کې په ناسته په نظر راځي ، په داسې صفا زړه باندې براه راست د علم خداوندي فیض راوریږي ترڅو نور هم روښانه شي.

اللهم صل وسلم على سيدنا محمد وآله بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx