نړۍ

چين؛ د رستورانت پريوتو پېښه کې نږدې ۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د چين په شانشي ايالت کې د يوه رستورانت پريوتو پېښه کې ۲۹ کسان مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

نن د یکشنبې په ورځ د چین د بيړني مديريت د معلوماتو دفتر وویل چې په شانشي شمالي ایالت کې د یوه رستورانت د پريوتلو پر مهال ۲۹ تنه مړه شوي، ۷ جدي او ۲۱ نور عادي ټپيان له خاورو راويستل شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه پېښه پرون شنبه سهار ۹:۴۰ دقيقې رامنځته شوه چې په يوه رستورانت کې د کورنۍ غړي، خپل خپلوان او دوستان د يوه ۸۰ کلن کس کليزې مراسمو لمانځلو لپاره راغونډ شوي وو.

راپور زياتوي چې د شانشي حکومت د پېښې پلټنو لپاره ځانګړې ډله ټاکلې ده.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کيږي چې لا هم د چين حکومت د کرونا وبا خپريدو مخنيوي په پار په زياترو ايالتونو کې بنديزونه لګولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx