افغانستان

حامد کرزي د کابل حکومت «ملي پخلاینې شورا» کې خپل غړیتوب رد کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل حکومت لخوا جوړه شوې د پخلاینې ملي شورا کې خپل غړیتوب رد کړی دی.

نن د یکشنبې په ورځ د حامد کرزي له دفتره په دې هکله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزی به ددې ترڅنګ چې د کابل حکومت لخوا جوړه شوې د «ملي پخلاینې شورا» غړیتوب ونه مني، بلکې په هیڅ دولتي چوکاټ کې به برخه وانه خلي.

په خبرپاڼه کې د حامد کرزي له قوله ویل شوي، چې د یو افغان تبعه په توګه به هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ ناوخته د کابل حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې د «ملي پخلاینې شورا» اعضاء اعلان کړل، چې په هغوی کې ۱۹ تنه جهادي او سیاسي مشران، ۹ تنه دولتي کسان او اته ښځې شاملې دي.

د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ؤ چې دا شورا په هیواد کې د سولې په اړه د ملي اجماع را منځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ شوی وو.

د یاد فرمان له مخې په شورا کې د حامد کرزي په شمول، استاد سیاف، حکمتیار، کریم خلیلي، محقق، دوستم، رباني، عطانور، اسماعیل خان، حامد ګیلاني، مجددي، نادري، شهراني، حمدالله محب، حنیف اتمر، امرالله صالح، سرور دانش، مسلمیار، رحماني او ډیر نور پخواني جهادي شخصیتونه، د حکومت پخواني او اوسني چارواکي او مدني فعالان او د ښځو نمایندګان شامل دي.

حامد کرزی په داسې مهال د اشرف غني په حکومتي تشکیلاتو کې د برخه اخیستو سره خپل مخالفت څرګندوي، چې تردې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار هم ویلي ؤ، چې ددوی ګوند به په هیڅ هغه پروسه کې ګډون ونه کړي چې د اشرف غني حکومت یې مشري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx