شپږيزه ليګ لپاره د محدودو نندارچيانو د ورتلو اجازه ورکړل شوه
نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د روغتيا وزارت سره له سلا مشورو وروسته يې د شپږيزې ليګ اووم پړاو سياليو لپاره ۳۰ سلنه نندارچيانو ته د روغتيايي سپارښتنو په رعايتولو د ورتګ اجازه ورکړه.
له دې وړاندې پريکړه شوې وه چې د شپږيزه ليګ سيالۍ به د نندارچيانو په نه شتون کې ترسره کيږي، خو د کرونا مثبتو پېښو کموالي ته په کتلو د محدودو نندارچيانو اجازت ورکړل شو.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې ددوی د غوښتنې پر اساس د عامې روغتيا وزارت په اووم پړاو اتصالات فورجي شپږيزه کرکټ ليګ کې د لوبغالي د ظرفيت په تناسب ۳۰ سلنه نندارچيانو ته د روغتيايي سپارښتنو د رعايتولو په شرط په لوبغالي کې د لوبېدو اجازه ورکړه.
ټاکل شوې ده د شپږيزه ليګ اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر له ۶مې نيټې په کابل لوبغالي کې پېل او په ۱۶مه پای ته ورسيږي.
د شپږيزې اووم پړاو سياليو کې امو نهنګان، بوست ساتونکي، بند امير ښاماران، سپين غر زمريان، کابل بازان او مس عينک اتلان لوبډلې شاملې دي.
ددې لپاره د لوبډلو د لوبغاړو انتخاب، مهالويش او نور چمتو والی نيول شوی، اوسمهال د شپږيزې چمتو والي په موخه په کابل، ننګرهار او نورو ولايتونو کې تمريناتي سيالۍ جريان لري.