نظــر

د جلال ستوری د تاریخ په خونړيو تروږمیو کې

عبدالحی مطمئن

د ژمي اوږدې شپې وې. واورین چاپیریال شپه پوره تورېدو ته نه پریښوده. په سړه هوا کې د مالیکولي واټن د نږديوالې له امله به د لیرې کلیو د سپو غپا هم ډیره نږدې اوریدل کیدله، چې د کلیوالې شپې د ساکت چاپیريال سکوت به يې ماتاوه.

زما پلار د لینن افغان مریدانو د یوه افغان او مسلمان عالم په توګه پولیګون ته میلمه کړی و او بیا يې د ابد په خوب ویده کړی و، چې موږ يې لاهم د لیدو او راتلو په تمه له تره سره د نارسمي یتیمتوب بې وزله شپې سباکولې؛ دا وخت موږ له خپل کاکا سره له هلمنده بیرته خپل پلارني ولایت ته راکډه شوي و؛ تره مې د هغه وخت مروجې رسنۍ (رادیويي خپرونې) په منظمه توګه څارلې.

د بي بي سي پښتو خپرونو لا سم رواج نه و موندلی، تر ډیره باور د بي بي سي په فارسي خپرونو کیده، چې هغه مهال به ناوخته پیليدلې او ډیری خلګ به ویده وو، هرخوا به چوپه چوپتیاوه، د تره له خونې به د بي بي سي فارسي د موزیک غږ راغی او بیا به ایراني ویاندویانو د افغانستان د جګړې په اړه معلومات وړاندي کول، چې د افغانستان او جنګ له تورو پرته يې په نورو خبرو نه پوهیدم، بلکې زه په دي عمر کي له سندرو نه ورهاخوا د رادیو په پښتو خپرونو هم نه پوهیدم او فارسي یا دري خو مي له رادیو نه علاوه هم له هزارګۍ لهجي( مونه موشه) پرته نوره نه وه زده!

سهار به مي تره همدا معلومات د کور له نورو لویانو سره شریکول چې دلته به زما هم څه ناڅه سر پرې خلاصیده، خو که به يې په ګيلاس، پیاله اوکاسه پسي ولاړ کړو او یا به يې هسي راته وویل چې تاسو ماشومان دباندي لاړشئ نو بیا به له دي معلوماتو محروم وو.

په همداسې سړو او اوږدو شپو کې مې په لومړي ځل د (مرحوم) مولوي جلال الدین حقاني (رحمه الله) نوم په ذهن کې کیناست، په خوست او پکتیا کي د مرحوم مولوي جلاالدین حقاني او روسي یرغلګرو او داخلي اجیرانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې وې او بي بي سي پرې راپورونه خپرول.

دا نوم مي له اوله لا له رعب، میړانې او جلال سره په حافظه کې ځای ونیو او زړه ته مي چې له څومره عظمت، وقار او مینې سره دا نوم اوله ورځ ننوتی، تر ننه همدمره مرغوب او محبوب پاتي شو، او د سلګونو نورو لنډمهاله میړنو، اتلانو، جهادي مشرانو په څېر کله راته دروند کله سپک او کله غازي کله غلام، کله شجاع او کله غل ونه برښېد، بلکې د روس له یرغله د امریکا تر عالمي تاړاکه مولوي جلال الدین حقاني رح د امت په ممتازو څیرو کې زما د زړه په لوحه د غوړیدلي ګلاب په څېر غوړیدلی پاتې شو.

ما په ماشومتوب کې د تره له خولې داخبره چې” که مولوي جلال الدین نه وي زخمی شوی، نو د سټو کنډو قوه چې قومانده يې د خلقي وزیر دفاع په غاړه وه نشوای تیریدلای” تر اوسه په مازغو کې پاتې ده، په وړکتوب کې زما فکر همداسي جوړ شو، چې دا يوه د غره غوندي هوډمنه څیره ده چې که د غلیم مخ ته ودریږي نو له رعبه يې دښمن مخ ته نور نشي راتللی.

بیا چې لږ را لوی شوم نو دا ګومان مې په یقین بدل شو، هر لور ته مو د ده له جنګیاليو دا اوریدل چې اوله حمله حقانی صیب وکړه، په لومړي ټانګ حقاني صیب ناست و، تر موږ مخکي حقاني صیب و!

عحیبه وه چیرته هم چا ونه ویل چې زه په جګړه کې مخې ته وم حقاني صیب وروسته و.

د سټو کنډو له جګړو د خوست او ګردیز تر فتحو پوري حقاني صیب د يوه نابغه پوځي قوماندان ترڅنګ يو رحمدله، عادل او بښونکی مشر هم وپیژندل شو، چیرته يې د جګړې په ډګر کې د دښمن یو زخمي عسکر هم ونه واژه او ټول جنګي بندیان به یې بې شرطه او قیده خوشي کول، د مجاهدینو ترمنځ په حګړو کې يې د یو طرف د ملاتړ پر ځای د يوه ستړي مصلح رول اداکاوه.

بل لور ته علم دوسته او د نیمو شپو عابد هم و، چې همدا يې معنوي ځواک وو، او الله د همدي تقوا په برکت له هر ډول داخلي فتنو وساته.

امریکايي یرغل ډیرې د پخواني جهاد تراشلي څیرې او د ویناوو او فتواوو غرونه له ځانه سره کاږه او د ناټو او امریکا جادوګرې ډالري بړبوکۍ ته په ګډا کړل او دغو په ږیرو پوښلو فتواګرو خولو په تمسخر چیغي وهلي چي د امریکا له نړیوال ائتلاف (یرغل) سره ډغره ناممکنه او د ناپوه خلګو کار دی، خو د جلال څلی دلته هم نه یوازي کوږ نشو، بلکې داسي تاریخي ډغره يې ووهله چې یرغلګر، غلامان يې او ټوله نړۍ ورته حیرت په سر واخیسته.

د جلال له زمري خانې نه، يرغلګر نه د باګرام په اوسپنیزو ديوالونوکې خوندي پاتې شول، نه په پوځي بیسونو کې او نه هم په پټو استخباراتي مرکزونو کې، په دې ټولو ځایونو کې يې ککرۍ په وینو ور ولړلې چې اخیر يې د خپل شکست نړیوال اعتراف او د مساوی طرف په توګه د تیښتې د تړون امضا ته اړ کړل.

(نن يې دوهم تلین و، قبریې منور، روح يې شاد او د تاریخي میړانو اغیز يې تلپاتی اوسه)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x