روغتیانړۍ

نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر له «۲۵» ملیونو پورته شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۳۹۹ل): د جان هوپکنز پوهنتون د احصائیې له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۲۵ ملیونو پورته شوی دی.

دا په داسې حال کې چې په امریکا، برازیل او هندوستان کې لا هم هره ورځ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ لسګونه زره مثبتې پېښې ثبتیږي او سلګونه کسان مړه کیږي.

د هندوستان روغتیا وزارت نن د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې یې ۷۸۷۶۱ مثبتې پېښې ثبت کړي، دا شمېر له هغې زیات دی چې د جولایي په نیمایي کې په امریکا کې ۷۷۲۹۹ ثبت شوی و.

تر دې مهاله په نړۍ کې ۲۵ ملیونه ۲۹ زره او ۷۹۱ خلک کرونا ویروس نیولي، په داسې حال کې چې ۸ لکه ۴۲ زره او ۹۹۲ مړه شوي او نږدې ۱۶ نیم ملیونه بیرته له دغې ناروغۍ ښه شوي دي.

له اسیایي او اروپایي هېوادونو وروسته په امریکا کې هم د کرونا ویروس د هغه کسانو دوهم واري پېښې ثبت شوي چې یو وار له کرونا روغ شوي دي. یادو پېښو د روغتیا نړیوال سازمان سخت اندیښمن کړی دی.

د کرونا له کبله تر ټولو ډیر ځپل شوی هېواد امریکا ده، چې ټولې مثبتې پېښې یې ۶ ملیونو ته رسیږي، په داسې حال کې چې له ۱۸۲ زرو څخه زیات کسان مړه شوي او ۲ ملیونه ۷۰۰ زرو څخه زیات بېرته روغ شوي دي.

دغه لیست کې په دویم نمبر د لاتیني امریکا هېواد برازیل دی، چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۳ ملیونه او ۸ نیم لکو ته رسیږي، ۱۲۰ زره مړه شوي او له ۳ ملیونو زیات بېرته رغېدلي دي.

هندوستان چې تازه پېښې په کې له بل هر هېواد زیاتې ثبتیږي، ۳ نیم ملیونه مثبتې پېښې لري، په داسې حال کې چې ۶۳ زره ۴۹۸ مړه شوي او له ۲۷ لکو زیات بېرته روغ شوي دي.

د جان هوپکنز پوهنتون د تازه احصائیې له مخې په افغانستان کې د یادو پېښو مثبته شمېره ۳۸ زره ۱۶۲ ته رسېدلې، چې ۱۴۹۱ کسان مړه شوي او ۲۹ زره بېرته روغ شوي دي.

په پاکستان کې له ۲۹۵ زرو مثبتو پېښو څخه يې ۲۸۰ زره بېرته ښه شوي او ۶۲۸۸ مړه شوي دي، دغه هېواد کې فعالې پېښې له ۹ زرو کمې دي.

باید وویل شي چې د کرونا ویروس له ۸ میاشتو تېریدو وروسته لا هم د نړۍ پرمختللي هېوادونو څخه یې یو په دې نه دی توانېدلی چې ددې ناروغۍ درملنه وموندي.

په دې وروستیو کې د روسیې روغتیا وزارت د کرونا ضد واکسینو جوړولو ادعا وکړه خو د روغتیا نړیوال سازمان او ځينې نورو هېوادونو یې لا هم پخلی نه دی کړی.

په دې لړ کې لسګونه هېوادونه په واکسینو چمتو کولو بوخت دي چې تر دا مهاله تر ازموینو لاندې دي او لا هم په عام ډول د استعمال لپاره نه دي وړاندې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx