افغانستان

کریم خلیلي: اشرف غني څو کاله مخکې هم د سولې «یو طلايي چانس» ضایع کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د سولې عالي پخواني مشر کریم خلیلي د کابل حکومت مشر اشرف غني تورن کړی، چې څو کاله مخکې یې د سولې «یو طلايي چانس» ضایع کړی دی.

کریم خلیلي دا څرګندونې نن د یکشنبې په ورځ کابل کې د عاشورا په مناسبت جوړې شوې غونډې ته کړي او ویلي یې دي، چې د خپل ماموریت پر مهال یې د سولې د ټینګښت لپاره ډیرې هڅې کړې وې، آن چې د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده د سولې خبرو لپاره یو سیاسي هیئت هلمند ولایت ته استولی ؤ.

هغه وايي: «طلايي چانس رامنځ ته شوی ؤ او مونږ له لاسه ورکړ، طالبانو غوښتل له رسنیو لرې د افغانستان په داخل کې مذاکرات پیل کړي، مونږ هم دا مسئله هیڅ کله افشاء نه کړ، د تاوتریخوالي کمولو لپاره مو پروګرام لرلو، دا موضوع مو له اشرف غني سره شریکه کړه او هغه د هیئت آماده کولو لپاره شل ورځې وخت راڅخه وغوښت، لیکن تر یو کال پورې یې هم چمتو نه شو کړای.»

د خلیلي په خبره چې هغه په خپله درې ځله د طالبانو شل کسیز پلاوي سره د صربستان پلازمینه بلګراد کې ملاقاتونه ترسره کړي، آن چې اشرف غني هم د ویډیو کانفرانس له لارې هغوی سره خبرې وکړې، لیکونه تبادله شول او پرېکړې وشوې؛ خو په کابل کې د سیاسي حلقو ترمنځ د نه همغږۍ له امله رامنځ ته شوی فرصت ضایع شو.

خلیلي زیاتوي: «د کمزورۍ دوه نقطې مو لرلې، د حکومت ترمنځ نه همغږي او د بهرنیانو له لوري ددې پروسې بابیزه ګڼل، که چیرې مو هغه له هغه چانس نه ګټه اخیستې وه، اوس به بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وو.»

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس هم د سولې ټینګښت او بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښه چانس لرو چې په خبره یې طالبان او دولت یې باید له لاسه ور نه کړي.

خلیلي هیله مندي ښودلې چې د سولې ټینګښت پخواني حالت ته ورګرځېدو په معنی نه دی او هر کس یا ډله که غواړي چې افغانستان پخواني حالت ته وګرځوي، هغه یې «ړوند» بللی دی.

د سولې عالي شورا پخوانی مشر او د حزب وحدت ګوند مشر کریم خلیلي د کابل حکومت مشر اشرف غني د سولې «طلايي چانس» په ضایع کولو تورنوي، چې تردې وړاندې ګڼو نورو سیاسي، جهادي او قومي مشرانو هم د سولې پروسې او بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې د خڼډونو ایجادولو له امله اشرف غني پړ بللی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x