افغانستان

پکتیا کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۴ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ۴ اربکیانو د وژلو خبر ورکوي.

تیر ماښام د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند مقبل درې په نري کوتل سیمه کې د محلي پاڅون په نوم اربکي ملیشو د سپرلۍ پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل رسنیو ته ویلي، په دغه پېښه کې ۴ تنه اربکیان او یو ملکي کس وژل شوی دی.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې ملکی کس له چاودنې وروسته د اربکیانو په ډزو وژل شوی او که تر چاودنې مخکې اربکیانو د ځان ژغورلو په موخه له ځان سره په موټر کې په «جبري» ډول کینولی ؤ.

پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو خلک شکایت کوي، چې محلي پولیس(اربکیان) او ضربتيان زیاتره وخت د طالبانو له بریدونو څخه د ځان ژغورنې په موخه ملکي خلک په خپلو موټرونو او کاروانونو کې له ځانونو سره یوځای کوي، چې له امله یې وخت ناوخته ملکي تلفات رامنځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx