د باد پښ واقعه د ټول هیواد د امنیت لپاره د خطر زنګ- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: د روانې اونۍ په پیل کې د لغمان ولايت د بادپښ ولسوالۍ په سنځلۍ کلي د بهرنيو ځواکونو اړوند د سي بي اېس په نوم پوليسو يوه قوماندان له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي وشلول او د روژې د مبارکې میاشتې له پیله یې د سیمې خلګ د بریښنا له آسانتیاڅخه بي برخې کړل.

د بادپښ په سیمه کې د یادو امنیتي پولیسو مشر قوماندان جان اغا وايي ځکه یې د بریښنا مزي شلولي چې ده او مربوطو افرادو ته یې له تیرو دریو میاشتو راهیسي میاشتنی معاش نه دی ورکړل شوی ، او تر څو چې یې معاش نه وي ورکړل شوي نو تر هغو به دی د برېښنا د بیرته فعالولو اجازه ور نه کړي.

په نورې نړۍ کې پولیسي او امنیتي تشکیلات د مرکزي دولت لخوا د دې لپاره رامنځته کیږي چې د خلګوامنیت خوندي او په هیواد کې د ګډوډیو مخه ونیسي ، خو زمونږ په هیواد کې د دې برعکس پولیس او نور امنیتي ارګانونه د بهرنیو ځواکونو لخوا د د دې لپاره تشکیلیږي چې خلګ وځوروي، ویې وژني ، امنیت یې تهدید او شتمنۍ یې تري غصب کړي.

پورتني خبرې تشې ادعاوې نه ،بلکې هغه ملموس حقائق دي چې د ولس عام وګړي، دولتي منسوبین او خبري رسنۍ ټول ورباندې شاهدي ورکوي.

له کله چې په کال ۲۰۱۰ کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پيټروس د ولس مشر كرزي او د هغه د حکومت د کورنیو چارو د وزیر مجتبی پتنګ له موافقې پرته په هیواد کې د امنیتي پولیسو تشکیل ایجاد کړ ورسره سم په ټول هیواد کې د ناامني او ګډوډیو لړۍ پیل شوه .

په روزګان ولایت کې د شجاعي په نوم د امنیتي پولیسو یوه قومندان تر سلو زیات بیوزله ولسی خلګ ووژل،په کندوز ولایت کې په رڼاورځ د خلګو په کورونو ور واوښتل،په هلمندکې یې تنکي ماشومان په مخامخ ډزو وویشتل، په لوګر کې د جنازي د لمانځه پرمهال خلګ شهیدان کړل، په میدان وردګ کې یې د امریکايي ځواکونو په ملتیا په لسګونو کسان د شپې په تیاره کې له کوره وایستل او دادی اخیر یې په بادپښ ولسوالۍ د دولتي بریښنا مزي وشلول.

په باد پښ ولسوالۍ کې د امنیتي پولیسو (اربکیانو) لخوا د دولتي بریښنا د مزیو پریکول په حقیقت کې د ټول هیواد په کچه د دغو غیر مسؤلو وسله والو لخوا د خپلسري او بي بندوباري نوی اعلان او د خطر زنګ دی چې د افغانانو د ځورولو لپاره ترسره کیږي.

ځکه بهرنیانو دغه بي ضرورته امنیتي پولیس(اربکیان) د افغانستان په هره ساحه کې تشکیل کړي ، او نن د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هغوی ټول بیکاره اوله خپلو مالي استحقاقاتو څخه بي برخې دي، هغوی به دباد پښ له پیښې وروسته حتما سبا په کندهارکې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو په پلمه د بریښنا مزي پري کوي ، بله ورځ به په هلمندکې د خلګو زراعتي محصولات لوټوي او بله ورځ به د کابل کندهار پر لویه لاره قطاع الطریقي او لاره شکونه پیلوي…

امریکایانو دغه ځواکونه د همدې لپاره تشکیل کړي ول چې د دوی تر وتلو وروسته همدغه په اصطلاح امنیتي پولیس د خلګو پرخلاف داسې جنایات ترسره کړي چې عام افغانان بیرته دبهرنیو ځواکونو د را ګرځیدو غوښتنې ته اړباسي.
دا چې په باد پښ ولسوالۍ کې دولتي چارواکي د سازش او معاملې له مخي د امنیتي پولیسو ناسمو غوښتنوته تسلیمیږي دا کاربه په تول هیواد کې هم دولت او عامو خلګوته په ډیر درانه تاوان تمام شي. په کار دی چې له امنیت اخلالوونکوسره له قانوني لارې چلند وشي نه د دا شان سازشي او تاواني معاملو له مخي.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حمدالله صابر
میلمه
حمدالله صابر

مونږ له نن ټکی اسیا : ازادی او خپلواکی پاڼي نه مننه کوه
خوښ یو چی داسی خپلواکه او د وطن غمخوره پاڼه لرو
تاسو په رښتیا د وطن خدمت وکړ ( الله جل جلاله ) نوره بریا هم درکړی
هیڅوک د مظلومو ولسونو غږ نه پورته کوی