افغانستان

د یوناما پخوانی مشر: د طالب بندیانو په هکله د فرانسې او استرالیا غوښتنې غیر منطقي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډې د طالب بندیانو په تړاو د فرانسې او استرالیا غوښتنې «غیر منطقي» بللي دي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني د سولې مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته هم د فرانسې او استرالیا په غوښتنه د یو شمېر هغو طالب بندیانو خلاصون وځنډولو چې فرانسوي او استرالیايي پوځیان یې وژلي وو.

کال ایډې په یو ټویټ کې داسې ویلي: «ځینې هېوادونه غواړي د هغو طالب بندیانو د خوشې کولو مخنیوی وکړي، چې ددوی اتباع یې وژلي، مګر دوی بیا د افغان حکومت نه غواړي ترڅو د سولې خبرو د پیل لپاره هغه طالب بندیان خوشې کړي، چا چې افغان عسکر وژلي، منطق چیرې دی؟! آیا د افغانانو ژوند تر بهرنیانو کم ارزښته دی؟»

نوموړي د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ټولو اړخونو باندې غږ کړي، چې د افغان سولې بهیر سره د مرستې په خاطر باید داسې بیه ورکړي چې افغانستان ته سوله راولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای ایډې په داسې مهال له بهرنیو هېوادونو او کابل حکومت نه د افغان سولې په وړاندې د خنډونو لرې کولو غوښتنه کوي، چې د کابل حکومت مشر اشرف غني د فرانسې او استرالیا په غوښتنه د یو شمېر طالب بندیانو خلاصون ځنډولی، چې ورسره د بین الافغاني مذاکراتو پیل هم ځنډیدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x