افغانستانسولې اړوند خبرونه

صلاح الدین رباني د ملي روغې جوړي په عالي شورا کې د ګډون څخه انکار وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د اسلامي جمعیت ګوند ویلي چې د ملي روغي جوړي په عالي شورا کې د صلاح الدین رباني سره مشوره نه ده شوې، او اسلامي جمعیت ګوند په دغه شورا کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

باید وویل شي چې تېره شپه ولسمشر اشرف غني د یوه فرمان لمخې د ملي روغي جوړي عالي شورا لپاره د ۴۶ غړو یو نوملړ صادر کړ چې پکښي د نورو سیاسي شخصیتونو په شمول د صلاح الدین رباني نوم هم راغلی وو.

په دې اړه د فغانستان اسلامي جمعیت په نامه د صلاح الدین رباني له لوري یوه خبرپاڼه خپره شوې چې په کښي ویل شوي چې ددوی ګوند د مصالحې عالي شورا او د مذاکراتي ټیم په تړاو خپل دریځ روښانه کړی دی او د سولې په ملي او څو اړخیزو خبرو اترو یې ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي چې د ملي سولې خبرو اترو په پروسه کې د جهاد او مقاومت، دیموکراسۍ، د شهیدانو وینې او د تیرو دریو لسیزو لاسته راوړنو د ارزښتونو د ساتلو لپاره یو خپلواک پلاوی هم ټاکلی دی.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وه چې دا شورا په هیواد کې د سولې په اړه د ملي اجماع را منځته کېدو او د هغه سیاسي توافق پر اساس جوړه شوې چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ شوی وو.

د یاد فرمان له مخې په شورا کې د صلاح الدین رباني په شمول، حامد کرزی، استاد سیاف، حکمتیار، کریم خلیلي، محقق، دوستم، رباني، عطانور، اسماعیل خان، حامد ګیلاني، مجددي، نادري، شهراني، حمدالله محب، حنیف اتمر، امرالله صالح، سرور دانش، مسلمیار، رحماني او ډیر نور پخواني جهادي شخصیتونه، د حکومت پخواني او اوسني چارواکي او مدني فعالان او د ښځو نمایندګان شامل دي.

باید وویل شي چې حامد کرزي هم په دغه شورا کې د ګډون څخه انکار کړی دی او ویلي يې دي چې نه غواړي په هیڅ حکومتي تشکیل کې برخوال پاته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx