ایران: امريكا او ناټو باید اعتراف وکړي چي دوی په افغانستان کې پاتی راغلي

رئيس البرلمان الايراني: قوات الناتو في افغانستان اما عاجزة عن ضمان الامن او لها ضلع في سلسلة الاغتيالات الاخيرةنن ټکی آسیا: د ایران د پارلمان مشر علي لاریجاني ویلي چي امریکا او د ناټو غړي هیوادونه یا دي په دې خبره اعتراف وکړي چي دوی نور په افغانستان کې د امنیت په ساتنه کې پاتي راغلي دي، او یادي په ډاګه ووايي، چي دوی د افغانستان د جګ پوړو چارواکو په وژنه کې لاس لري.

هغه دا خبري نن د چهار شنبې په ورځ د افغانستان پر امنیتي وضعه او د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د مرګ پر خبر په خپله تبصره کي وکړلې،

څوک چي تیره ورځ د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې په خپل کور کې دننه د یوې چاودني په ترڅ کې ووژل شو.

علي لاریجاني وویل چي ایران د غربي هیوادونو څخه غواړي چي خپل ځواکونه ژر تر ژره د افغانستان څخه وباسي، او زیاته يې کړه چي د رباني مرګ د غربیان د دیموکراسۍ، او په افغانستان کې د تروریزم ضد د هغوی د کامیابی د ادعاګانو وروستی او ښه مثال دی.

د یادوني وړ ده چي د رباني د وژل کیدو وروسته د ګڼ شمیر هیوادونو او ولس مشرانو له خوا دغه پيښه وغندل شول، او دايي په افغانستان کې د سولي په راتګ کې ستر خنډ وباله.

او په دې لړ کې نن د ایران وزارت خارجې هم نن د افغانستان حکومت ته خپل د حکومت او ولس غمرازي اعلان کړه، او د رباني پر وژنې یې خپل ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د وزارت خارجې ویاند رامین مهمان پرست وویل چي د رباني وژل کیدل پر دې دلالت کوي چي د غربي ځواکونو په لس کلني شتون کې د ترورزم لمن څومره پراخه شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د