افغانستان

کابل: د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد حسن هوتک ترور شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): د مشرانو په جرګه کې د زابل ولایت پخوانی انتصابي سناتور محمد حسن هوتک نن په کابل کې د خپل کور مخته د نامعلومو وسلوالو له لخوا ووژل شو.

د کابل څخه امنیتي سرچینې وايي چې پيښه نن د یکشنبې په ورځ ماښام د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د نوموړي د خپل کور مخته رامنځته شوه او بریدګر په تیښته بریالي شول.

حاجي محمد حسن هوتک د شیر یعقوب خان زوی د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ څخه وو. نوموړی د روسانو پر خلاف جهاد وخت کې د حزب اسلامي په ګوند کې د یوې جبهې آمر پاته شوی او پخوانۍ وظیفه یې معلمي وه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په کابل کې هدفي وژنې زیاتي شوي، څه موده تر مخه د سولې فعال او علمي شخصیت استاد عبدالباقي امین هم د مقناطیسي ماین په واسطه د هدفي وژنې ښکار شو او د هغه تر مخه هم مشهور دیني علماء او د سولې فعالان وژل شوي دي.

که څه هم د حکومت له لوري ددغو وژنو د څیړنو په موخه هیئتونه ټاکل شوي خو تر اوسه یې د پایلو په اړه هیڅ درک نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دی پدی نه و پوه چی مونږ ته امر سویدی چی د ظالم سره باید دوستی ونکړو چی ظالم بیا پر مونږ هم ظلم کوی ، دایی پای سو .
خو که نور له دینه عبرت واخلی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx