لیکنېنظــر

ظالمانه تقسیمو څرب کړي افغانانو؛ کابل ټیکه کړی دی!

استاد محمد زمان مزمل

بېګا مې په یو تلویزون کې د ارګ لخوا د مصالحتي شورا پر لیست سترګې ولګیدې څو شیبې خوشحاله شوم چې ارګ په پېچلي مسله کې د فیصلې توان پیدا کړ.

ولې پر لیست د دویم او دریم نظر اچولو وروسته پوه شوم چې دا خوشحالي څومره مؤقته وه پدې شورا کې بلا توازنونه په نظر کې ندي لیدل شوي او د کابل لخوا د هرې لوبې او وروستی د سیاسي حل او مصالحې پنډوسکی هماغه د غربي انتخاب مافیا او د هغو اکثریت پر انتخاب پورې محدود ده چې ناټو او امریکا څرب کړیدي.

شل کاله وشول چې همدا معظم او برجسته حضرات پکې پخپلو کې جرګې جوړوي، پخپلو کې کابینې جوړوي او بیا یې د خپل داخل نه په یو نوي او بدرنګ ډیزاین کې د همدغو شمیرو په دننه کې ملت ته زٰړه په نوو او نوو طرحو کې وړاندې کوي وروستۍ یې همدا د پرون فیصله ده چې جنګ ځپلی جنوب پکې د سپیره مقدر او بدبخترین مقدر بیاهم له نظره غورځول شویده.
سوله او فیصله یې لوی عزم، درانه تنازلات او د پراخ افق لیدلوری غواړي.

بیاهم که کابل او ارګ له خپل یو درجن سیاسي مخالفینو سره په اخ و ډب کې د یوه مقبول هیئت او مقبولې شورا فرصت پیدا نکړ او یایې ضایع کړ طالب مشرانو ته پکار دي چې د وخت د پړاو د حساسیت له مخې د خپل لوري نه د کابل څڅیدلې تلافي کړي او په یو مثبت او تلافي کونکي تفاهم کې له کابل سره روانه جرګه یعنې د طالب او کابل مشترکه جرګه د مقبولو او بې طرفه اشخاصو په اضافه کولو مکمله او ملي کړي او د مذاکراتو په پاتې پړاو کې جرګې او مراجع که څه هم څه به لیستونه پکې اوږده شي خو چې مطرح او د سولې او استقرار پلوي رجال پکې له یاده ونه ایستل شي او هومره نه وي محب وطن خلک ور زیات شي چې کابل پکې بیا فساد ته لاړ نشي او طالب پکې مخالفت.

د همدې ځایه د سولې او د راتلونکي ښه تحول لپاره د دواړو لوریو تصمیمونه او تشکیلات د یوې ملي فیصلې لپاره ظرفیت او توانمندي کمه لري، جمعیت په مجموع کې یوازې تاجکان تمثیلوي، حزب او حزبي جناحوې پکې د خپل اکثریت مطابق تر هر چا زیات له نظره لویدلی ښکاري ،د هیئت په دواړو طرفو کې ستانکزیان د یو ولایت او د یو قوم کسان ممثل دي ،د هیئتو په سړیو باندې مبادا ائینده کې اهل نظر او محققین نظر ورکړي.

د لوی کندهار هغه د لویو قربانو او د ملي حاکمیت د مؤمنې جغرافیې نه پکې سړي او مشران په دواړو جهتو کې د خپل حق مطابق نمائیندګان نلري.

زه به پدې لنډ فرصت کې څه ووایم خو ددغې شورا په پرتله منحیث یو شخص د افغانستان د شخصیتونو نومونه اخلم نور یې تاسې په ترازو کې واچوئ چې زما لخوا منتخب ټیم د ارګ د منتخب ټیم په پرتله د شپږ، اوو رهبرانو په حذف کوم یو یې په ملت کې زیات مطرح او زیات محبوبیت لري دا چې ځینې ناټو څرب کړل ددې معنا خو دا نده چې د ناټو ناخوښي او مخالفین دې همیشه له حسابه لوییږي زما لیست په لاندې ډول ده:

۱- محترم پوهاند قاضي ګل رحمان
۲- محترم ډاګټر فاروق اعظم
۳- محترم عبدالروف ابراهیمي
۴- محترم قاضي امین وقاد
۵- محترم اسحاق ګیلاني
۶- محترم وحیدالله سباون
۷- محترم سردار محمد نادر نعیم
۸- محترم حکمت کرزی
۹- محترم زاخیلوال
۱۰- محترم انجنیر احمد شاه
۱۱- محترم مولوي شهزاده
۱۲- محترم مولوي عبدالسلام عابد
۱۳- محترم روستار تره کی
۱۴- محترم هادي هادي
۱۵- محترم لوی څارنوال الکو
۱۶- محترم فیض عثماني پخوانی وزیر
۱۷- محترم عبدالحکیم مجاهد
۱۸- محترم ډاګټر قانت
۱۹- محترم انجنیر قطب الدین هلال
۲۰- محترم مولوي سرفزار
۲۱- محترم اکبري صاحب
۲۲- محترم سید نعمت الله سادات
۲۳- محترم رئیس د باغران
۲۴- محترم عبدالصبور فخري
۲۵- محترم کلیم الله نقیبي
۲۶- محترم ګلاب زوی پخوانی وزیر داخله
۲۷- محترم فضل الله  مجددی
۲۸- محترم فریدون مومند
۲۹- محترم ملا صاحب ضعیف
۳۰- محترم وزیر عارف نورزی
۳۱- محترم څارنوال اسحاق خان اڅکزی
۳۲- محترم سید اکبر اغا
۳۳- محترم رمضان بشر دوست
۳۴- محترم قومندان حفیظ الله
۳۵- محترم حاجي عتیق مؤمن
۳۶- محترم پاچا خان ځدران
۳۷- محترم واقف حکیمي
۳۸- محترمه استاد بصیره سلطاني
۳۹- محترم اکبر اغا
۴۰- محترم مزار علي
۴۱- محترم کریمي بامیاني
۴۲- محترم حاجي عمر اتمانزی
۴۳- محترم ډاګټر غیرت
۴۴- محترم بصیر عمرزی
۴۵- محترم نجیب ظراف
۴۶- محترم عبدالرحمن الکوزی
زما پکې هدف دا ندی چې زموږ د لیست کسان باید تول پکې وائ که څه هم ټول پکې وای عیب به نه و، ولې هدف مو دا وو چې ددومره مطرحو خلکو نه هېڅوک پکې نشته.

زه پکې بله دا اندېښنه لرم چې ولې پدې هېواد کې ارګ او کابل ددې دیرش کلن رسم نه چې یوازې خپل موافقین به نیسي او هغه چې د ملت په سطحه مقبول رنګ لري له هغوی سره به همداسې جفا کیږي په پنځوو تاجکو جمعیتانو کې یو نقیب الله نعیمي څه مشکل درلود؟ په درې پیرانو کې د سولې لپاره مخلص اسحاق ګیلاني څه مشکل درلود؟ د جنوب، شمال او شرق نه د خپلو سیالو په انتخاب کې حکمت کرزي، زاخیلوال، فریدون مومند، قاضي امین وقاد، مولوي عبدالسلام عابد، همدرد صیب، فضل الله مجددي ،محمد عارف نورزي له چانه کم وو؟ ایا ددې ټولو په انتخاب د ارګ په ملي دسترخان کې وچه ډوډۍ کمې ده؟

زه فکر کوم چې که امریکا د تړون نه بعد سوله او مثبت تحول همداسې د ارګ په قرنطین کې بې دفاع پریږدي سیاسي اپوزسیون او طالبان په یو غوڅ اکثریت کې نور خپل هېواد د وینو او جګړو په سونامۍ کې نشي تحمل کولای.

د همدې ځایه کابل او د قطر مشران د سولې محاسبه باید دقیقه وکړي د ملت بېچارګي او د سیاسي مدار نه ګوښی پاتې کول او پر هغه باندې د یو ټیم د چوکیو جنګ تحمیل به ډیرې بدې پایلې ولري، کاشکې نجیب ژوندی وائ او تاسې ته یې د نن ورځ مطابق مشوره درکړې وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx