افغانستان

حامد کرزي ته د ارګ جواب: څلور سوه میلیونه کلنی مصرف دي هم مه اخله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته تر هغه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي روغې جوړي په عالي شورا کې د غړیتوب څخه انکار وکړ او وې ویل چې په هیڅ حکومتي تشکیل کې برخه نه اخلي، د ارګ یوه تن سلاکار د نوموړي څخه غوښتي چې د حکومتي بودیجې او امنیت څخه دي هم ګټه نه پورته کوي.

د اشرف غني په دفتر کې د ښې حکومتولۍ سلاکار صمیم عارف پر خپل ټویټر لیکلي:

«حکومت د کال ۴۰۰ میلیونه افغانۍ پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ورکوي، د حکومت په تر ټولو خوندي کور کې اوسیږي، حکومت د هغه د سفرونو، دفتر او مامورینو لګښتونه هم ورکوي او امنیت یې لکه د برحاله ولسمشر په څیر دی. هغه ویلي، ایا اوس ددې وخت نه دی چې له دې امتیازاتو هم تیر شي! »

https://twitter.com/SamimArif/status/1300055449459331072

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ ناوخته د کابل حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې د «ملي روغې جوړي د عالي شورا» غړي اعلان کړل، چې په هغوی کې ۱۹ تنه جهادي او سیاسي مشران، ۹ تنه دولتي کسان او اته ښځې شاملې دي.

خو نن د یکشنبې په ورځ د حامد کرزي له دفتره د ملي روغې جوړي د عالي شورا په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې کرزی به ددې ترڅنګ چې د کابل حکومت لخوا جوړه شوې د «د ملي روغې جوړي د عالي شورا» غړیتوب ونه مني، بلکې په هیڅ دولتي چوکاټ کې به برخه وانه خلي.

په خبرپاڼه کې د حامد کرزي له قوله ویل شوي، چې د یو افغان تبعه په توګه به هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

باید وویل شي چې د حامد کرزي په ګډون د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو سیاسي شخصیتونو او په پراخه کچه د ټولنیزو پاڼو فعالانو د ارګ له لوري د ټاکل شوې عالي شورا سره مخالفت څرګند کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

ای ظالمانو تاسو په ملیادو ډالرونه غلا کړی دی اوبیا هم په ملیونو ډالرو معاشونه او حکومتی کورونه لرۍ او کابل ښار کښی غریبو ښاریانو باندی د فریبی لپاره مؤقتی وچی ډوډۍ ویشۍ ، لعنت دی وی په داسی خرڅ شوو غلامانو ، امید دی چی ملت ددوی پر ضد خپل د حق اواز راپورته کړی ، ددی په امید او هیله !!!!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx