نظــر

چې هندوستان یې ژغوري؛ هغه به څه افغانستان وي؟؟؟!

استاد محمد زمان مزمل

د ستمبر یوولسمې پېښه چې امریکا پکې پخپل لاس ځانته د تروریزم خیالي جبهه جوړه کړه او په نړۍ کې یې سیاسي مسلمانان هدف وګرځول دغه فرصت ځینې افغاني ډلو هم د طالب له شر نه د خلاصیدو ښه پلمه کړه او د امریکا تر مخ او تر شا د تروریزم پر ضد د جنګ پر کرښه کې سره شریک شول.

که څه هم افغانانو د تروریزم په جګړه کې تر امریکا تاوده وخوړل او هغوی پکې خپل خلک او کلیوال په نښه کړل او د طالب مخکښانو یا پکې پښې سپکې کړې او یاهم د امریکا او افغانستان په زندانونو کې بې دوسیو محاکمه شول ایله چې د هغوی د خلاصۍ لپاره د امریکا وروستي تړون یوه دریچه خلاصه کړه.

عجیبه دا ده امریکا چې کله د اتلس کلن جنګ وروسته خپله ناکامي ولیدله خپل مقابل او د تروریزم مخکښ طالب سره مذاکراتو ته کېناست او مذاکرات یې پر تړون ودراول، د تروریزم په جګړه کې د امریکا نه تاودو روانو افغانانو لویه صدمه ولیده ځکه چې طالب پکې سیاسي جهت شو او د تروریزم جګړه یواځې د دوی په اوږو بار شوه.

په تدریج او په لویو ښارو د تسلط یوې وړې جغرافیې او خپلو چوکیو او حکومت دېته اړ کړ چې د اماراتو مافیاګر او د هندوستان استخبارات او په داخل د افغانستان کې له طالب سره پخواني جنګیدلي ډلې دېته وهڅوي چې امریکا پخپله اشتباه پوه کړي ،لوړ پورو چارواکو امریکا او دوبۍ ته سفرونه وکړه د مسکو د غونډې د ځینو ګډونوالو په نظر کې یې تفاوت ایجاد کړ او په مجموع کې حکومت او ارګ د ټرمپ مخالف جوبایډن په احتمالي بري حساب وکړ.

په وروستیو کې چې امریکا پخپل دریځ او سوله ټینګار وکړ ارګ د سولې پر مخالف هند نوی حساب پیل کړ او هند دوی ته د امریکا د یو بدیل حامي وړاندیز وکړ چې پخپل وخت کې ټرمپ په همدې اړه هند توهین هم کړ چې هند په افغانستان کې د یوې نیمې کتابخانې په جوړولو ځان د افغانستان حامي ګڼي.

اوس چې د طالبانو هیئت پاکستان ته ولاړ د کابل لوړ پوري مسؤلین د خپل حکومت د دوام لپاره د امریکا د مرستو د توقف ځای د حکومت د مصارفو په کمولو او د هند په دوستۍ او همکاریو غواړي ډک کړي، هند چې نجیب تر لسو ځلو زیات د شوروي د اشغال په مهال له کابل سره ملاتړ ته وهڅاوه او ورته یې وویل:
هغه ورځ چې تاسې زموږ په درد خورئ هغه به کومه ورځ وي؟.

ولې د شوروي دوست هند د ماتې په ورځ د شوروي د ماتې هم سیلبین وه او د خلق او پرچم د ماتې هم سیلبین وه ،نن د امریکا په موج راغلي سیاستوال غواړي د بې کسۍ دا خطرناکه تشه په دغه هندوستان ډکه کړي.

یو هېواد چې شوروي، امریکا او د ناټو (۴۸) هېوادونه پکې ناکام شي ،هند او هندو هلته د حضور پیدا کولو جرأت نلري حمایه خو یې په ځای پریږده او د امیر امان الله خان افغانستان چې د هند د وریښمینو دسمالونو حکومت یې په ترخ کې ساته هغه به څنګه ددغه هندوستان د ملاتړ درویزې ته دریږي او چې هند یې وژغوري هغه به څه افغانستان وي.

بیاهم که زموږ همسایه هند د اسلام اباد او کابل له دوستۍ ویره لري افغانان به هیڅکله هم د یوه ګاونډي په دوستۍ کې د بل د دښمنۍ لپاره څوک نه په کرایه او نه په بیباد واخیستلای شي، پاکستان نیم افغانستان نشي خوړلی د ټول افغانستان د خوړلو زور له شوروي او امریکا وپوښتئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

یو واری د دی هیواد اصیل واکمنان واکمن سی ان شاءالله بیابه پاکستان د ګران افغانستان یو کلی هم ونس خوړلای ، د ډیرو پوستو څخه به پر شا کیږی ، پر افغانانو به بیا لاره ونه تړی او نور حسابونه هم ورسره پاته دی چی باید وسی . خو داهم باید هیر نکړو چی پاکستان زمونږ دوهم کور دی . او دا بی ایمانه هندوان ! د دوی پټان نه هیریږی بیا نه غواړی چی خوب پر حرام سی ، او که هند دا بد وکړی د هند د اوسنی تاریخ تر ټولو لویه تیروتنه به وی ، هند… نور لوستل »

طوطی

بیانو دوهم کور ته ځه او راځه جاسوسی ورته کوه. لعنت دی پر پاکستان شه او هم پر هندوستان.

پیر محمد

نو چی پاکستان یی وژغوری هغه به بیا څنګه افغانستان وی، له پاکستان څخه خو هند په مراتبو غوره دی، هند ځکه غوره ده چی دهند ملی ګټی په یو قوی افغانستان کي دی او د پاکستان ګټی په ضعیف افغانستان کي نو په دی حساب هند له پاکستان څخه غوره ده.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx