افغانستاند سولې پروسه - ویډیو

اشرف غني: سوله د واک د وېش په معنا نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وايي، د سولې پروسې له لارې رامنځته کېدونکي سیاسي توافق کې واک نه ویشل کېږي.

غني  دغه څرګندونې تېره ورځ په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې کړې. نوموړي ویلي « له سولې مه ډارېږئ، ځکه سوله د واک د وېشلو معنی نه لري.»

غني ددې تر څنګ ادعاء کړې، چې خلګ له «جمهوریت» ملاتړ کوي او هغه څوک چې د «وېرې» په خپرولو سره تمه لري، اهدافو ته به ورسېږي؛ بیا ځلې دې فکر وکړي.

ورته مهال د اشرف غني لومړي مرستیال «امرالله صالح» هم ټینګار کړی، چې د سولې په پروسه کې به د افغانانو وروستۍ نوولس کلنې لاسته راوړنې نه «ضایع» کېږي او افغانان به له جمهوریت څخه دفاع کوي «زه د سولې اوسنۍ پروسې ته تشویش نه لرم، ځکه د افغانستان وروستۍ لاسته راوړنې نه پکې ضایع کېږي.»

د اشرف غني له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې که حکومت پاتې بندیان خلاص کړي؛ تمه ده طالبان او افغان جهتونه بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

طالبان وايي، د کابل اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم په کابل کې د حکومت په نامه څه ورته د منلو وړ دي.

ددوی له قوله، په مذاکراتو کې هم د افغان جهتونو له استازو سره خبرو ته کېني او د «کابل ادارې» له استازو سره مذاکرات نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

په سوله کی به د ظالم څخه د مظلوم حق اخیستل کیږی ، خائن ته به سزاء ورکول کیږی او د دین او د هیواد فدایان به نازول کیږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x