افغانستان

همایون: د غني په شتون کې د سولې راتلل ناشوني دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د ولسي جرګې پخوانی مرستیال همایون همایون وايي، چې د اشرف غني په شتون کې افغانستان ته هیڅ کله هم سوله نه شي راتللای.

وروسته له هغه چې دوه ورځې وړاندې د کابل حکومت مشر اشرف غني د «ملي پخلاینې» په نوم عالي شورا اعضاء اعلان کړل، ورسره سم د دې شورا د یو شمېر اعضاوو لخوا مخالفتونه او په شورا کې ګډون څخه انکار ترڅنګ ګڼو سیاستوالو هم دغه شورا ناکامه وبلله.

په ولسي جرګه کې د خوست ولایت پخوانی استازی او د ولسي جرګې پخواني مرستیال همایون همایون ددې شورا ناکام بللو اصلي علت د اشرف غني بې کفایتي بللې ده.

نوموړي دا څرګندونې په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کړي او داسې یې لیکلي:

«د افغانستان خلک باید ښه پوه شی، چی د غنی په شتون کی صلح هیڅ کله هم نه شی راتلی، دا ځکه چی دغنی په وجود کی ډیرمشکلات شته ،خو عام ولس نه شی کولی چی د تلویزیون له پردی نوموړی مشکلات درک کړی»

همایون همایون ددې ترڅنګ اشرف غني رواني ناروغ، متعصب، درواغجن او بې رحمه انسان بللی دي: «لکه روانی ناروغی،تعصب، عقده ،خود خواهی،بی پروای ،ویره،قدرت طلبی،بی رحمی، دروغ، بی قولی او غلامی، دا هغه مسایل دی، چی ورو ورو یی ټول سیاسون او خلک درک کوی، پردې اساس هیڅ څوګ نه غواړی چی نوموړی مهمه موضوع کی همکاری وکړی.»

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني او حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون د «ملي پخلاینې» عالي شورا درې غړو په یاده شورا کې له ګډون څخه انکار وکړ او ګڼو نورو سیاستوالو هم د اشرف غني شورا ناکامه وبلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عظيمی

د ځانه سره احتیاط کوه ۔ عبيدالله بارکزی ۔ د زابل پخواني وکیل او داسی نور د صلح طرفداره یی د خپلی چوکی د ساتلو د پاره قرباني کړل۔ مګر دا مو هم هير نه دی چه تر پرونه تاهم د بوجي خوله ور سره نيولي وه۔

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx