افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر د «بندیانو د تبادلې» په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو  وزارت سرپرست «حنیف اتمر» د فرانسې له بهرنیو چارو ویز «جین لي ډریان» سره تلیفوني خبرې کړې او د افغان سولې او د بندیانو د تبادلې په اړه ورسره غږېدلی.

له بهرنیو چارو وزرات څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر د دوه اړخیزو اړیکو په ټینګښت خبرې کړې او له فرانسویانو او د فرانسې له حکومت یې مننه کړې، چې نوولس کاله پرلپسې يې له افغانستان سره په چارو کې «ګډه همکاري» کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې په دې تلیفوني خبرو کې د افغان سولې په وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او د واړه لوري د نورو مسایلو تر څنګ د بندیانو د تبادلې او د «افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو » تر منځ د خبرو د پیل په اړه وغږېدل.

اتمر او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوي، چې څه موده وړاندې فرانسې د پاتې طالب بندیانو په ډله کې د یو شمېر بندیانو له خلاصون سره مخالفت ښکاره کړ او پر حکومت يې غږ وکړ، چې د هغه بندیانو د خلاصون مخه ونیسي ، چې د فرانسوي اتباعو په وژلو کې ښکېل دي.

فرانسې د خپلو اتباعو د وژونکو خلاصون د وژل شویو فرانسویانو  سپکاوی باله او د هغوی د نه خلاصون غوښتنه یې وکړه.

یاده دې وي، چې پاتې څلور سوه  شاوخوا طالب بندیان د طالبانو له لوري په سپارل شوي پنځه زره کسیز لست کې چې حکومت یې د خلاصون ژمنه کړې؛ شامل دي او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې یې حکومت په خلاصون مکلف دی.

حکومت له اوږدې مودې راهیسې د بېلابېلو مواردو په مطرح کولو سره د یادو بندیانو د خلاصون لړۍ ځنډولې او د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې او د غني د فرمان له لاسلیکېدو سره، سره یاد بندیان لا هم نه دي خلاص شوي.

حکومت کله د بهرنیو هیوادونو ملاحظات او کله د طالبانو په بند کې پاتې کمانډو عسکرو د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډ ګڼي.

ورته مهال طالبان بیا حکومت تورنوي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په خاطر ددوی د بندیانو په خلاصون کې «ناغېړي» کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx