غور: یو قومندان له خپلو لسګونو ملګرو سره د طالبانو ملګری شو

د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې یو مشهور قومندان له خپلو لسګونو ملګرو سره د طالبانو ملګری شوی دی.
د طالبانو له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې د غور ولایت په پسابند ولسوالي کې یو تن مشهور قومندان عبدالهادي له خپلو ۱۵۰ مسلحو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.
خبرپاڼه کاږي: «یوتن مشهور قوماندان   [عبدالهادي ] چې له ډېري مودي راهیسي له اجیري اداري سره ملګر ی ؤ دحقایقوپه درک کولو له خپلو   ۱۵۰     مسلحو ملګرو سره له اسلامي امارت سره یوځای شو.
نوموړي کلک هوډ څرګند کړچې نوربه په هیڅ ډول له اجیري اداري سره همکاري ونه کړي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار په سپین غر او ده بالا سیمو کې هم پنځه تنه دولتي نظامي مسوولین له طالبانو سره یوځای شوي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې هم طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون میاشتنی راپور خپور کړ، چې یواځې په تېره میلادي میاشت کې ورسره ۳۳۹ تنه دولتي کارکوونکي یوځای شوي دي.
د چارو د شنونکو له قوله په هېواد کې د نا منظمو سیاسي جریانونو له امله نظامي مسوولین پر دې پوهېدلي دي، چې دوی د ملت د ګټو لپاره نه؛ بلکې د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره قرباني کېږي.
ورته خبره د هلمند په جګړه کې یو تن ټپي شوي عسکر هم کړې ده، یاد عسکر چې غبرګې پښې يې پرې شوې دي، رسنیوته په ژړا وايي، چې د دوی د «قربانیو» څوک پروا نه لري.
یاده دې وي، چې د طالبانو دغه پروسه په عامو وګړو کې هم خورا ستایل شوې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د