ویډیوټکنالوژي

جاپان د نړۍ لومړی الوتونکی موټر چمتو کړی – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۹ل): جاپاني شرکت «سکای درایو» د الوتنې موټر لومړنۍ بریالۍ ازموینه ترسره کړه، دوی غواړي دغه الوتونکی موټر تر ۲۰۲۳م کاله سوداګریز تولید پای ته ورسوي.

د جاپاني شرکت Skydrive لخوا د تیرې جمعې په ورځ یوه ویدیو خپره شوه چې په کې یو موټر د څلورو دقیقو لپاره له ځمکې هوا ته په روانه څلور فوټه پورته کیږي او الوتنه کوي.

د سکای درایو پروژې څارونکي توموهیرو فوکوزاوا وایي چې ددوی لپاره تر ټولو لویه ننګونه په الوتونکي موټر کې د پيلوټانو په خوندي توګه د وړلو وړتیا ده.

د موټر اوسنی ډیزاین چې موټرسایکل ته ورته دی او څلورو خواوو ته پکي لري، د یوه کس وړتیا لري او کولی شي له پنځو څخه تر لسو دقیقو الوتنه وکړي.

د سترو مسافر وړونکو الوتوکو او چورلکو په پرتله به دغه الوتونکی کوچنی موټر له یوه ځانګړي ځای نه بل ته د خپلو مسافرینو لپاره پرته د هوایي ډګر له کړنلارو او ترافیکي ګڼې ګوڼې تیریدو سره مرسته وکړي.

جاپان د الوتنې موټر ټکنالوژۍ پروژې د ملاتړ لپاره ۴۰ ملیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د سکای درایو شرکت پروژه په ۲۰۱۲م کال کې د څو لویو جاپاني بریښنایي شرکتونو لکه (ټیوټا او پاناسونیک) په مرسته په ګډه پېل شوې ده.

له دې وړاندې د یو شمېر شرکتونو لخوا پورتنۍ پروژې ته ورته مفکورې وړاندې شوي خو لا هم نه دي چمتو شوي او نه یې کومه ازموینه ترسره کړې ده.

Skydrive shows the first flying car in action | Web24 News

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x