افغانستان

بلخ کې ۷۳ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د تسلیمیدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې د بلخ په ۷ ولسوالیو کې ۷۳ تنه دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره ددې تسلیم شوو عسکرو او پولیسو مکمل شهرتونو خپرولو ترڅنګ ویل شوي، چې نوموړي عسکر د بلخ ولایت چمتال، زارع، شولګره، دولت آباد، نهرشاهي، بلخ او چهاربولک ولسوالیو مربوط دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ مه د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک او دولتي عسکرو ته د طالبانو د مشر لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې ده، تیره میاشت هم سلګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx