افغانستانسولې اړوند خبرونه

افغان او پاکستاني چارواکي د سولې او امنیت په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): افغان او پاکستاني چارواکي د دوه اړخیز باور جوړونې او د سولې او امنیت په برخه کې شته ننګونو ته د حل موندنې تر نامه لاندې ناسته جوړوي.

د کابل د بهرنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې به د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران ګډون کوي او د سولې او امنیت په برخه کې شته ننګونو ته د حل موندنې، د دوه اړخیزو اړیکو د غښتلتیا او د باور جوړونې په اړه به بحث کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې ناسته کې به پنځه کاري ډلې شته وي او د اقتصادي همکاریو، امنیت، کډوالو، سیاسي همکاریو، افغان سولې پروسې او تروریزم ضد مبارزې په اړه به پکې بحثونه کېږي.

دغه ناسته چې نن په کابل کې د افغانستان او پاکستان  د سولې او یووالي د ګډ عمل پلان په چوکاټ کې جوړېږي، د کابل حکومت د پلاوي مشري «میرویس ناب» کوي او پاکستانی لوری د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال «سهیل محمود» لخوا رهبري کېږي.

د سولې او یووالي ګډ عمل پلان ناستې چې په هرو شپږو میاشتو کې جوړېږي، پاکستان یې د تېرې غونډې کوربه وو.

دغه ناسته داسې مهال ده، چې د افغان سولې پروسه او بین الافغاني مذاکرات د طالب بندیانو د نه خلاصون له امله له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx