ټولنیزه برخه

الله تعالى ته د امانت سپارلو عجيبه كيسه

مولوي محمدرضاء رحماني

علامة دميري رحمه الله فرمايي چې ما په ډېرو کتابونو کې دا روایت لېدلی دی چې ، زید ابن اسلم له خپل پلار څخه نقل کړی دی وایي چې حضرت عمر رضی الله عنه ناست و خلکو ته یې خبرې کولې !

په دې وخت کې یو سړی چې خپل ځوی یې تر لاس نېولی و مجلس ته راغی ، ددې هلک په لېدلو حضرت عمر رضی الله عنه وفرمایل چې ما داسې کارغه ندی لېدلی چې ستا له کارغه سره همرنګه وي ( یعنې دومره تور وي) د هلک پلار وویل اې امیرالمؤمنین!

داهلک د مور له مړینې وروسته پیدا شوی ، ددې خبرې په آورېدو أمیرالمؤمنین عمر فاروق رضی الله عنه سم کېناست ، او ویې فرمایل چې ددې کیسه راته بیان کړه!

سړي وویل اې امیرالمؤمنین!
هغه وخت چې ددې هلک مور په ده باندې حامله وه ما د سفر اراده وکړه ، مېرمنې راته وویل ته په داسې حال کې ما پرېږدې چې زه دحمل له وجې درنه شوی یم؟
ما ورته وویل چې (استودع الله ما في بطنك)
ستا په خېټه کې بچی په الله تعالی سپارم ، دا خبره مې وکړه بس په سفر روان شوم.

څو کاله وروسته له سفره کورته راستون شوم ، د کور دروازه مې ولېدله چې قلف ور پروت دی له خلکو مې د خپلې مېرمنې په حقله وپوښتل هغوی وویل چې هغه خو وفات شوي ده ، ما انا لله وانا الیه راجعون وویل ، له دې وروسته د تره ځوی په ملتیا دمېرمنې قبر ته ولاړم .

زه تر ډېره له قبر سره ناست وم ، ښه ډېر مې وژل د تره ځوی ډېره تسلي راکړه بالاخره ترې را ستون شوم ، څو قدمه موچې واخیستل په قبر کې مې اور تر سترګو شو ، ما انا لله وویل زړه کې مې وویل چې مېرمن خو مې ډېره دينداره وه د تهجد لمونځونه به یې کول ، بالاخره بیا هدېرې ته ولاړو.

هدېرې ته په داخلېدو مې د تره ځوی هک پک حیران شو همدلته تم شو ، زه یواځې دخپلې مرحومې مېرمنې قبر ته ورسېدم ، ګورم چې قبر خلاص شوی دی ښځه ناسته ده او دا ماشوم ترې ګېر چاپېره تاوېده.

زه مې مېرمنې ته متوجه وم چې یو ناڅاپي آواز راته وشو چې الله تعالی ته د امانت سپارونکیه خپل امانت دې واخله!
او که چېرته تا ددې ماشوم مور هم الله تعالی ته سپارلي وای نو هغه به هم په لاس درغلي وای.

چې دا مې واورېدل نو ماشوم مې راپورته کړ ، د ماشوم په راپورته کولو سم د لاسه قبر هغسې جوړ شو څنګه چې پخوا و !
اې امیرالمؤمنین دا کیسه چې ما درته وکړه د الله تعالی په ذات قسم چې رېښتیا او سمه مې وکړه!

حیواة الحیوان ج ۲ صفحه ۱۸۰

اللهم صل وسلم على محمد وآله وعترته بعدد كل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx