افغانستان

ارګ لس نوماند وزیران معرفي کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): له اوږدو ناندریو او جنجالونو وروسته د کابل حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ د کابینې لپاره لس تنه نوماند وزیران معرفي کړي.

د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» ویاند «صدیق صدیقي» نن په همدې تړاو یوې خبري ناستې ته وویل، چې د اشرف غني د بېلابېلو فرمانونو په اساس سید منصور نادري د سولې په چارو کې د دولت وزارت، نورالحق احدي د کرنې او اوبو لګولو، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو ، فضل احمد معنوي د عدلیې ، نور رحمان اخلاقي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ، عباس بصیر د لوړو زده کړو ، بشیر احمد تینج د کار او ټولنیزو چارو ، نثاراحمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ، قدرت الله ذکي د ټرانسپورت او معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوماندو وزیرانو په توګه ټاکل شوي.

یاده دې وي، چې د عبدالله عبدالله ا اشرف غني د توافق له مخې د کابینې پنځوس سلنه ټاکنې باید د عبدالله عبدالله په خوښه شوې وای، چې په تړاو یې اوږده موده د نوموړي او اشرف غني تر منځ اختلافات روان وو.

که څه هم ارګ وایي، نوماند وزیران یې ملي شورا ته معرفي کړي؛ خو لا هم څرګنده نه ده چې عبدالله عبدالله ورسره توافق لري که نه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx