افغانستان

سپېدار: د مصالحې شورا تشکیل د عبدالله صلاحیت دی، د غني په فرمان پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پخلاینې عالي شورا تشکیلات اعلان کړل؛ د یادې شورا رییس «عبدالله عبدالله» له دې ګام ناخوښي ښکاره کړې او ټینګار یې کړی،  چې تشکیلات باید دده په خوښه وشي.

د سپېدار له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي (د سیاسي هوکړه لیک د «ب» بند د صراحت پر اساس، د دې شورا د رسمیت او رامنځته کېدو بحث « د ملي مصالحې عالي شورا له ولسمشر، سیاسي طرفونو او رهبرانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو له ریسانو، مدني ټولنې او د هېواد له نخبه ګانو سره په مشوره، تشکیلېږي.» نو په دې اساس، د دې شورا ایجاد د ملي مصالحې د عالي شورا د رئيس له صلاحیتونو څخه دي او د ولسمشرۍ د محترم مقام د فرمان ایجاب نه کوي.)

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « د ملي مصالحې عالي شورا ترکیب باید جامع او همه شمول اوسي او په دې برخه کې د هېواد له مختلفو سیاسي ـ مدني رهبرانو او جریانونوس ره مشورې پيل شوي او د وروستي کېدو په حال کې دي.»

یاده دې وي، چې وړمه ورځ ارګ د مصالحې عالي شورا د غړو یو نوملړ خپور کړ، چې سیاسي او جهادي مشران، ښځې او لوړ رتبه دولتي چارواکي پکې شامل و.

د یاد نوملړ له خپرېدو وروسته حامد کرزي او صلاح الدین رباني چې نومونه یې د ارګ په خپاره شوي لست کې موجود وو؛ په مصالحې شورا کې خپل غړیتوب رد کړ.

ورپسې یو شمېر سرچینو داسې راپورونه ورکړل، چې د عبدالله عبدالله له لوري ارګ ته په وړاندیز شوي لست کې لاسوهنه شوې.

ارګ د سرچینو راپورونه رد کړل او ادعاء یې وکړه، چې د مصالحې شورا لپاره د عبدالله عبدالله له لوري وړاندیز شویو لستونو کې هیڅ لاسوهنه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Man! you should be really really the president of Afghanistan not Ghani

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx