افغانستان

هلمند: د امریکايي ځواکونو هوايي برید د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو لخوا ترسره شوي هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۶ ولسي وګړو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، امریکايي ځواکونو تیره شپه درې بجې د نادعلي ولسوالۍ په «نرۍ مانده» دښتنه کې د حاجي لالا په نوم د یو ځايي اوسېدونکي کور باندې د ډرون الوتکو په وسیله هوايي برید کړی.

سرچینه زیاتوي، په دغه هوايي برید کې د کور څښتن حاجي لالا او د هغه ورور ابراهیم، یوه میرمن او ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه ټپيان شوي او د کور توکي هم ټول له منځه تللي دي.

د روان کال فبروري میاشتې له ۲۹ مې نیټې راهیسې په قطر کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک وروسته دا لومړی ځل نه دی، چې امریکايي ځواکونو له توافقنامې څخه د سرغړونې په توګه طالبان او عام افغانان بمباروي، بلکې تردې وړاندې یې هم د هېواد په یو شمېر سیمو کې هوايي بریدونه کړي او ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو وار په وار د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه غندلي او دا کار یې د سولې توافقنامې څخه ښکاره سرغړونې بللو ترڅنګ د بدو پایلو په هکله خبرداری هم ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx