افغانستان

پر له پسې ځنځیري قتلونو افغانانو ته ټکان ورکړیدی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): واشنګټن پوسټ د اګسټ پر ۳۱ مه لیکي د ځنځیري قتلونو هدف د زیاتو تلفاتو واردول نه وي، بلکي هدف یې د خلګو چوپول او ډارول وي.

واشنګټن پوسټ لیکي د دې ځنیځري قتلونو قربانیان عموما د سولي لپاره افغان فعالان دي. د سولي فعال ۳۰ کلن ښاغلی شګیوال وايي«اوس زموږ باور دا دی چي زموږ ژوند په خطر کي دی.» هغه زیاتوي د سولي اکثره فعالان دونه بېرېدلي دي چي حتی اوس د خپلو ملګرو په جنازو او فاتحو کي هم ګډون نه کوي.

واشنګټن پوسټ لیکي اکثرا ددې قتلونو مسولیت څوک نه مني، او طالبان ددې ژونو مسولیت رسما ردوي. د سولي افغان فعالان وايي هر څونه چي د سولي پروسه ځنډېږي، په هغه اندازه به سیاسي ترورونه زیات سي. 

د افغانستان د داخله وزارت په حواله پدې تېرو شپږو میاشتو کي ۳۹ ځنځیري قتلونه سويدي. ددې قتلونو درې نمونې دادي.

۵۵ کلن عبدالباقي امین د معارف وزارت عالي رتبه مامور وو. هغه د اسلامي مطالعاتو پروفسور وو. په محصلینو کي محبوب وو. امین د سولي فعال وو. عبدالباقي امین د طالب مشرانو سره په قطر کي ملاقات کړی وو. 

د هغه شاګردان وايي پروفسور امین یو لایق او زړه سوانده شخص وو. د خپلو شاګردانو سره يې دوستانه روابط لرل. او تل يې خپلو شاګردانو ته ویل«تاسي د دې وطن مستقبل یاست.» 

۲۵ کلن وحید شاه تازه له پوهنتون څخه فارغ سوی وو. هغه د خورشید تیلویزیون یو زیارکښ ژورنالیسټ وو. عموما يې پر اقتصادي مسایلو باندي راپورونه جوړول، او د افغانستان د غریبو خلګو حال او ژوند يې بیانوی.

د وحید شاه پلار ښاغلی میر طاهر شاه امیري وايي«ما غوښتل چي هغه د افغانانو آواز واوسي.» هغه اضافه کوي چي که څه هم د خبریالانو پر ضد حملې زیاتي سوې، خو وحید شاه نه ډارېدی. د وحید شاه د قتل مسولیت داعش ومنی. 

۵۷ کلن محمد ایاز نیازي یو محترم مذهبي مشر وو. هغه ۱۴ کاله د وزیر اکبر خان د مسجد امام وو. دا ماجت د ارګ او د امریکا د سفارت په څو متري کي پروت دی. نیازي د سولي پلوی وو، او غوښتل چي طالبان او حکومت سوله سره وکړي. 

نیازي څو کاله په مصر کي درس ویلی وو، او په اسلامي علومو کي یې ډکتورا لرله. نیازي په افغانستان کي د یو منصف او شجاع مذهبي شخص په صفت شهرت درلود. او تل يې حقایق ویل. 

خو پدې وروستیو وختونو کي يې خپلي کورنۍ ته ویلي ول چي ښايي ووژل سي. د نیازي زوی ۲۳ کلن عبدالوکیل نیازي وايي«تاسي یوه مفکوره نه سئ وژلای. تاسو یوه عقیده نه سئ محوه کولای. د هغه نصحتونه به تل زما سره مل او ملګري وي.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx