افغانستان

د پاتې طالب بندیانو له ډلې ۱۰۴ تنه نن خلاصېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): له اوږده ځنډ او مخالفتونو وروسته بالاخره حکومت له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې طالب بندیانو خلاصون ته تیار شوی.

د طالبانو د بندیانو د خلاصون په برخه کې یوه حکومتي چارواکي «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې د پاتې طالب بندیانو له ډلې ۱۰۴ تنه یې نن د پلچرخي او ولایاتو له یو شمېر زندانونو څخه ازادېږي.

سرچینې که څه هم د پاتې طالب بندیانو کره شمېر یاد نکړ؛ خو په خبره یې نن د پلچرخي له زندانه ۴۷ او د ولایاتو له زندانونو څخه ۵۸ طالب بندیان خلاصېږي.

بلخوا د پلچرخي څخه هم یو شمیر بندیانو د نن ټکی اسیا سره په اړیکه کې ومنله چې دولتي چارواکو یو شمیر بندیان د خوشي کولو په موخه ایستلي دی او پر ټولنیزو پاڼو هم داسي انځورونه خپاره شوي چې ګمان کیږي د نویو خوشي شویو بندیانو دي چې د پلچرخي زندان څخه بهر روان دي.

باید وویل شي چې نږدې پنځه سوه شاوخوا طالب بندیان چې د طالبانو او امریکا تر منځ يې په دوحه کې په خلاصون پرېکړه شوې وه؛ په وروستیو میاشتو کې يې حکومت له خلاصون سره مخالفت څرګنداوه.

حکومت ځيني وخت د یو شمېر بهرنیو هیوادونو ملاحظات او کله بیا د طالبانو په زندانونو کې بند کمانډو عسکر د پاتې طالب بندیانو د نه خلاصون لاملونه یادول.

څه موده وړاندې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په تړاو مشورتي لویه جرګه راوبلله او د یادې جرګې له لوري د موافقت تر رایې وروسته یې د هغوی د خلاصون ژمنه هم وکړه؛ خو د اتیا تنه بندیانو تر خلاصون وروسته يې یاده لړۍ بیا ځلې ودروله، چې له امله یې حکومت له نیوکو سره مخ شو.

د پاتې طالب بندیانو د خلاصون لړۍ داسې مهال بیا ځلې پيلېږي، چې طالبان وایي، که پاتې بندیان یې خلاص شي تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الحمدلله ثم الحمدلله ، دا د الله تعالی پیرزوینه او د افغان مجاهد د توری زور دی چی نن هغه میړنی غازیان راخلاصیږی چی کفری اشغالکر یی جهنم ته لیږلی وه ، ټوله اشغالګر هیوادونه او منافق غلامان یی رډ رډ ورته ګوری او په زړه کی د غم سلګی وهی .
الهی جل جلاله دا لښکر ته نور هم برکت او فتحی ورکړی . امین یا رب العالمین

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx