روغتیانړۍ

د هند پخوانی ولسمشر له کرونا ومړ

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۹ل): د هندوستان پخوانی ولسمشر پرناب مکرجي چې له تېرو شلو ورځو راهيسې له کرونا ناروغۍ کړيده بالاخره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هندي رسنۍ وايي چې پرناب مکرجي د اګست مياشتې په لسمه نېټه د کرونا معاينات مثبت ختلي وو چې له هماغې ورځې تر ننه په روغتون کې بستر و او بالاخره د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د پرناب مکرجي زوی ابيجيت مکرجي او د هند اوسني ولسمشر د خپل ټويټر پر پاڼو د نوموړي د مړينې پخلی کړی دی.

بايد وويل شي، په هند کې تېره ورځ له ۷۸ زرو زياتې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې ۹۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د يادونې وړ ده چې پرناب مکرجي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۷م کالو ترمنځ د هند ولسمشر پاتې شوی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲م کالو ترمنځ ددغه هېواد د ماليې وزير په حيث دنده ترسره کړې ده.

تر دې مهاله په هند کې د کرونا ۳.۶۲ مليونه مثبتې پېښې ثبت شوي په داسې حال کې چې له ۶۴ زرو زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx