افغانستانسولې اړوند خبرونه

زاخېلوال: د سولې سره فریب روان دی، سوله یوازي تشکیلات، تشریفات او امتیاز ګرځېدلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۰ وږی، ۱۳۹۹ل): د مالیې پخوانی وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال وروسته تر هغه چې د اشرف غني له لوري د ملي روغي جوړي عالي شورا اعلان شوه، په خپل لومړني غبرګون کې ویلي چې دا سوله نه ده، بلکې د سولې په نامه د غنایمو ویش دی .

نوموړي د اشرف غني له لوري د لست تر اعلان وروسته پر خپل ټویټر لیکلي:

«سوله که دسولې په نامه دغنایمو ویش؟ که دسولې لپاره نیت ریښتینی وای، که سوله له شخصي موقفه، چوکۍ او قدرته لوړه ګڼل کیدای، که دروان خونړي جنګ په اوسط ‌‌‌‌‌‌ډول د ورځې دوه سوه وژل شویو څخه دیو جنازه کله دتصمیم نیونکي کور ته راغلې وای او یایې یتیم، کون‌‌‌‌‌‌ډه، بوره، وراره کله هم خپل مسولیت ګڼلی وای نو پر سولې هوکړه ډیر نه ‌‌‌‌‌‌ډیر په دوه میاشتو کې شونې وه او لا ده. مګر برعکس سوله په پرله پسې توګه یواځې تشکیلات دي، تشریفات دي، امتیازات دي، عناوین دي، بودیجې دي، پروژې دي، وخت وژنه ده، فرمانونه دي، او د ځینو فرمانونو پر بنسټ یې یو نیم ‌‌‌‌‌‌ډیر نازولی ((د ټولو مخکينيو حقوقو او امتيازاتو له حفظ سره چې د کابينې، ملي امنیت شورا، کميسونونو او عالي شورا ګانو غړيتوب به هم لري)) د سولې ځانګړی آستازی هم دی. له هر څه سره درواغ، چل او فریب خو د سولې سره هم؟ ولس او تاریخ دا هر څه څاري!ِ».

یاده دې وي، چې وړمه ورځ ارګ د مصالحې عالي شورا د غړو یو نوملړ خپور کړ، چې سیاسي او جهادي مشران، ښځې او لوړ رتبه دولتي چارواکي پکې شامل و.

د یاد نوملړ له خپرېدو وروسته حامد کرزي او صلاح الدین رباني چې نومونه یې د ارګ په خپاره شوي لست کې موجود وو؛ په مصالحې شورا کې خپل غړیتوب رد کړ.

ورپسې یو شمېر سرچینو داسې راپورونه ورکړل، چې د عبدالله عبدالله له لوري ارګ ته په وړاندیز شوي لست کې لاسوهنه شوې.

ارګ د سرچینو راپورونه رد کړل او ادعاء یې وکړه، چې د مصالحې شورا لپاره د عبدالله عبدالله له لوري وړاندیز شویو لستونو کې هیڅ لاسوهنه نه ده شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

زاخېلوال د سولي په برخه کي ډير کار کوي.. توفيق ورته غواړو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x