افغانستان

دانش: که امارت راشي، سوله به دوام ونکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» دویم مرستیال «سرور دانش» وایي، که د سولې په نتیجه کې امارت رامنځته شي، سوله به دوام ونکړي.

دانش دغه څرګندونې تېره ورځ کابل کې د عاشورا مراسمو ته کړې. نوموړي ویلي « هغه سوله چې نتیجه یې امارت شي، پایداره سوله نه شي ګڼل کیدای. پایداره سوله پیاوړي دولت او متحد ملت ته اړتیا لری، د امارت نظام نه مقتدر دولت رامنځته کولی شي او نه هم ملت متحده کولی شي.»

نوموړي زیاته کړې چې په امارت کې خلګ متحد کېدای نشي، او له خپلو مساوي حقونو بې برخې وي.

د دانش له قوله، د افغانستان قاطع اکثریت خلګ له جمهوریت ملاتړ کوي، د جمهوریت په لاره کې یې قربانۍ ورکړې او باید یاد نظام وساتل شي.

د دانش له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې طالبان له افغاني جهتونو سره بین الافغاني مذاکراتو ته کېني.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ټینګار کړی چې د واک انحصار نه غواړي او هر نظام چې د افغانانو له لوري په خپلمنځي خبرو کې ورباندې موافقه وشوه، دوی یې منلو ته تیار دي.

ورته مهال حکومت بیا جمهوریت او دیموکراسي سره کرښه بولي او ټینګار لري، چې د سولې په پروسه کې د وروستیو نوولس کلنو «لاسته راوړنې» له منځه تللو ته تیار نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

It looks like this JEHHEL is losing his position when the Imarat comes.

جمیل

دا بیدانشه ډیر احمق هم دی ، د دی غلام د څو بیعقلو څرګندونو په اړه : ۱- د اسلامی نظام په راتلو سره به سوله پخپله راځی او ډیر مقتدر او متحد دولت به ولرو ان شاءالله . ۲- کوم اتحاد چی اسلامی امارت راوستلی دی په تاریخ کی یی مثال لږ دی او په اوسنی نړی کی خو ګرسره نسته ، داچی په اسلامی امارت کی تبعیض عیب دی که هغه د ژبی وی یا د سیمی او نور څه ، نو خامخا به حقوق هم مساوی وی . ۲-د دانش له قوله د افغانستان قاطع اکثریت خلګ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x