افغانستان

ارسلايي: چې تر څو پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه شي، د ټاکنو پایلې به معنی ونه لري

د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم مشر نصرالله بریالی ارسلايي وايي، چې د دوی دناظرانو په نشتوالي کې د مشکوکو محلونو د رایو بیاکتنه د اصولو خلاف ده.
نوموړي نن پنجشنبه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د ټاکنو د اصولو مطابق د رایو په بیا کتنه کې باید د دوی ناظران موجود وای.د ارسلايي په خبره دوی د ټاکنو له کمیسیون سره په خبرو کې دي او تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. نوموړي وویل، چې تر څو پاکې او ناپاکې رايې سره بېلې نه شي، د ټاکنو پایلې به معنی ونه لري.
د ټاکنو د کمیسیون مسوولین وايي چې دوی له ۳۰ ولایتونو څخه د ۱۹۳۰محلونو د رایو د بیا کتنې لپاره د اصلاحاتو او همپالنې له ډلې نه غوښتي دي، چې باید ناظران ورمعرفي کړي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید پرون اعلام شوې وای، خو د ټاکنو کمیسیون مسوولین وايي چې دوی د پروسې د لاروڼتیا په خاطر له دېرشو ولایتونو څخه دنږدې دوو زرو محلونو رایې بیاګوري.
د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې مشر ارسلايي وايي، چې دوی ته د ټاکنو د کمیسیون شته اقدامات د ټاکنو د روڼتیا په برخه کې پوره نه ښکاري، د هغه په خبره لومړی خو د شکمنو محلونو د رایو په بیا کتنه کې د دوی ناظران نشته او بل دا چې دوی د شپږو زرو محلونو د رایو بیاکتنه غواړي په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون له دېرشو ولایتونو څخه یواځې د نولس سوه دېرشو محلونو رايې بیا ګوري.
د ارسلایي په وینا د ټاکنوکمیسیون د دوی له مشورې پرته پخپل سر د ځینو محلونو د رایو بیا کتنه پیل کړې ده. په داسې حال کې چې شکمن محلونه باید د نوماندانو د ډلګیو له خوا ور وپېژندل شي.
د نوموړي له قوله که چېرته د ټاکنو کمیسیون د دوی له خوا د ورپېژندل شویو شکمنو محلونو رايې بیا وګوري نو دوی به په یادو سیمو کې د ټاکنو له بیا کولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې دی، چې د دواړو نوماندانو ترمنځ د جوړجاړي راپورونه ورکول کېږي، د ټاکنو بل مخکښ نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ملي مشارکت تر نامه لاندې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د جوړجاړي خبره کړې ده، چې پلویان يې خورا په غوسه دي.
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو لومړۍ پایلې به د راتلونکې دوشنبې په ورځ اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په رایو کی ناپاکي نشته

ناپاکي د ټولټاکنو په مکانیزم، سپانسرشیپ او تپل شوي فاسد ټیم کې ده

تاسو به وګوری چی دوهم متفکر صیب له عبدالله سره جورجاړی ته ووزي او له موجودو فاسدو مهرو څخه به د کرزي د اداری په نقش قدم یوه فاسده اداره رامنځ ته کړي

که داسی وشي چی حتما کیدونکي دي نو ایا په هغو چې د عبدالله پر ضد یی په دوهم متفکر ایمان راوړی وو چا بابا وباله چا د پښتون قوم منجي د خوسکیانو له اطلاق پرته د بل څه مستحق کیدای شي؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x