افغانستان

فاریاب کې هوايي برید یو جومات «شهید» کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ وږي، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې دولتي الوتکو د هوايي بریدونو پرمهال د خلکو د کورونو ترڅنګ یو جومات هم «شهید» کړی دی.

له تیرې یوې اونۍ راهیسې دولتي ګډو ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره دی، د فاریاب ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات پیل کړي، چې له امله یې سلګونه کورنۍ بې ځایه شوي او خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اووښتي دي.
د سیمې خلک وايي، چې پرون د یکشنبې په ورځ(۹ وږي) دولتي الوتکو د قیصار ولسوالۍ په ینګي سیمه کې د استوګنې کورونه او جوماتونه په نښه کړي دي.

د سرچینې په دغو هوايي بریدونو کې د ۳ بابه ملکي کورونو د ویجاړولو ترڅنګ یو باب جومات هم «شهید» شوی او ۳ تنه تنکي ماشومان هم ټپيان شوي دي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې د قطر توافقنانې څخه په سرغړونې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د پوستو جوړولو په موخه پراخ پوځي عملیات پيل کړي، چې د طالبانو له کلک مقاومت سره مخ شوي او د جګړې شدت هم ورسره زیات شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

څو جوماته به نور شهیدان کړی ؟
کفار او منافقین دی پدی ښه پوه سی چی هر یو شهید جومات مو لس نور جوماتونه جوړوی ، خو ستاسو بیهمتی او د اسلام څخه کرکه به د افغانانو هیره نه سی .

عبدالمالک همت

ای هغو کسانو چي لوی څښتن د اسلام نعمت او وس او قدرت درباندي پېرزوکړی دی، يو څه مو په وس پوره دي او غټ غټ واياست ولي د دې مساجدو د پرله پسې شهيدولو په اړه چوپه خوله ياست ؟ ولي مو ايمان تر ګېډه سوی دی؟

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx